د افغان حكومت د اپوزيسون يا مخالفي ټلوالي وياند فاضل سنچاركي وايي د ستري محكمې پرېكړه د منلو وړ نه ده.
نوموړي د آزادۍ له راډيو سره په يوه مركه كي وويل حكومت يو ځل پر خپل وخت د انتخاباتو په ترسره كولو كي پاته راغئ، چي د اساسي قانون يوه ماده تر پښو لاندي كړه، اوس غواړي د ستري محكمې په حكم د قانون له يوې بلي مادې څخه هم سرغړونه وكړي چي د ولسمشر كرزي د حكومت د دوام په هكله يې كړې ده.
د متحدي جبهې وياند وايي ولسمشر كرزى دي د جوزا له لومړۍ نېټې څخه استعفاء وكړي او واك دي د ستري محكمې او پارلمان له غړو څخه يوه ګډ هيئت ته وسپاري.
د افغانستان ستري محكمې پرون پرېكړه وكړه، چي ولسمشر كرزى د جوزا له لومړۍ نېټې څخه وروسته هم د انتخاباتو تر وخته پر واك د پاتېدو قانوني حل لري.