.
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۳۰ نیټه.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغان حکومت په وړاندې شتو ستونزو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې اداري فساد، د امنیت نا موجودیت او نشه يي توکي هغه درې سترې ستونزې دي چې د حکومت په وړاندې پرتې دي.
ورځپاڼې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو او په نویو ائیتلافونو کې د طالبانو د شاملیدو د امکان په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ناټو هم پدې خوځښتونو کې ښکیل ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملي جبهې د برخه لیک په اړه هم بحث کړې چې د حکومت د اپوزسیون په توګه فعالیت کوي او لیکلي دي چې ایا رښتیا هم دا جبهه د تس نس کیدو په حال کې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د سترې محکمې هغې پریکړې ته ځانګړې کړې چې له مخې ولس مشر او دوه مرستیالان يې د نوي ولس مشر تر ټاکلو پورې په واک کې پاتیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ولس مشر د کار د دوام په اړه د سترې محکمې په پریکړې تبصره کړې او هغه يې د اساسي قانون له روحیې او لوړو ملي ګټو سره سم بللې ده.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د امریکا نوې ستراتیژۍ په هاګ کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه او د افغانانو هیلې او غوښتنې څیړلې دي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د پاکستان د آې ایس آې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه د امریکا ددفاع د وزیر څرګندونې راغستي او لیکلي دي چې د پاکستان استخبارات پدې دلیل له طالبانو سره همکاري کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته میدان هغوې ته پاتې شي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د رابرټ ګیټس په حواله لیکلي دي چې پاکستان کولې شي په امریکا حساب وکړي او هیڅ اړتیا نلري چې له سخت دریځو سره اړیکې ټینګې کړي.
ورځپاڼې بیا هم خپله سرمقاله د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته ځانګړې کړې او پوښتلي دي چې دا ستراتیژۍ به تر کومه حده د هرکلي وړ وي.؟
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د رابرټ ګیټس څرګندونې راغستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د پاکستان استخبارات باید چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
دې ورځپاڼې هم د امریکا په نوې ستراتیژۍ بحث کړې او لیکلي دي چې دا ستراتیژۍ تر ډیره په ملکي هڅو ولاړه ده.
ورځپاڼې به یو جلا مطلب کې په نړۍ کې د لوږې ستونزه څیړلې او پدې ترڅ کې هغو ستونزو ته هم اشاره کړې چې د افغانسیتان خلک ورسره لاس او ګریوان دي.
ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو بل مطلب کې دا اټکل کړې چې ممکن ډاکټر عبداله د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ملي جبهې کاندید وي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د نورو مسایلو ترڅنګ تر ډیره خپل مطالب د سترې محکمې پریکړې ته ځانګړې کړیدي.
انیس د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د سترې محکمې پریکړې ته په اشارې لیکلي دي چې د نوي ولس مشر تر ټاکلو پورې د ولس مشر او د دوو مرستیالانو د کار دوام د خلکو او نظام په ګټه ده.
اصلاح بیا د سترې محکمې د پریکړې بشپړ متن خپور کړې او لیکلي دي چې د افغانستان ستره محکمه د نوي ولس مشر تر ټاکلو پورې د ولس مشر او د هغه د دوو مرستیالانو د کار دوام تائیدوي او د هغې ملاتړ کوي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د سترې محکمې پریکړه راغستې او د نوي ولس مشر تر ټاکلو پورې يې د اوسني ولس مشر د کار د دوام تائید يې یوه مناسبه پریکړه بللې ده.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د نوي ولس مشر تر ټاکلو پورې د اوسني حکومت دوام په اوسنیو حساسو شرایطو کې په ښه توګه کولې شي چې هیواد یو موټې او با ثباته وساتي.
دې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ تبصره کړې او پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په حواله لیکلي دي چې دا ستراتیژۍ تر ډیره په ملکي هڅو ولاړه ده.