د دوشنبې په سهار د پنجاب په مركز لاهور ښار كي د پوليسو پر يوه روزنځي باندي وسله والو حمله كړې او په روزنځي كي مېشت پوليس يې محاصره كړي دي.
د پاكستان د جيو ټلوېزون خبر وركوي چي د پوليسو په مركز كي اوس هم جنګ روان دئ او د چارواكو په وينا ۱۵ پوليس وژل سوي او د دېرشو په شاوخوا كي ټپيان دي.
نامعلوم وسله وال د پوليسو په درېشيو كي مركز ته ننوتلي، لومړى يې لاسي بمونه استعمال كړي او وروسته يې پر پوليسو ټكان كړي دي.
د پاكستان جمهور رئيس زرداري او صدراعظم رضا ګيلاني د پېښي د غندلي ترڅنګ وايي دا د يوې منظمي تروريستي ډلي له خوا پلان سوي عمليات دي.