د افغانستان د سترې محکمې په پرېکړه کې راغلي چې ولسمشر کرزی دې له جوزا وروسته د زمري تر نهه وېشتمې پورې په واک کې پاتې شي.
سترې محکمې ویلي چې دا کار یې د اساسي قانون د ۶۱ مادې د دوهمې فقرې په اساس کړی، پدې فقره کې راغلي چې ټاکل شوی ولسمشر بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک سپاري.
تېره ورځ ولسمشر کرزي خبري ناستې ته وویل چې له سترې محکمې یې غوښتي چې له جوزا وروسته د واک په اړه تصمیم ونیسي.
هغه وویل که بیا هم دا مسئله هواره نه شي نو لویه جرګه به را وغواړي.