د امريكا لوړ پوړى ډيپلومات ريچارډ هولبروك به راتلونكې اونۍ له هندي مقاماتو سره وګوري.
ريچارډ هولبروك د فبروري په مياشت كي له هند، پاكستان او افغانستان څخه ليدنه كړې وه.
نوموړى به د اپرېل پر اوومه او اتمه د هند حكومت له لوړ پوړو چارواكو سره ليدنه وكړي او د پاكستان په اړه به د هندي چارواكو سره د امريكا پر هغه پاليسي وږغېږي، چي غواړي په پاكستان كي هم د القاعدې پر مركزونو بمبارۍ وكړي.
د پاكستان او هند اړيكى د نومبر مياشتي د ممبى له بريدونو څخه وروسته ډېر خراب سوي، چي ۱۶۵ كسان پكښي ووژل سول.