ستاسو د سوال دوهمه برخه: دښځو چارو رياست د ښځو لپاره د پالېسۍ جوړولو،حمايه کولو او هغه مشکلات چې د ښځو پر مخ پراته دي د حلولو لپاره يې د وزارت له پالېسۍ جوړولو سره مرسته کوي او د دې پالېسۍ پوسيله به د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې په کراره،کراره حل شي. دښځو چارو رياست پخپل چوکاټ کې شل کسه مامورين لري چې په دې کې شپاړس مامورين رسمي او څلور تنه اجيران (پياده ګان)دي، همدارنګه شپږ مديريتونه لري چې يو يې د اقتصاد، حقوق، تعليمي، تحصيلي، دنشراتو او تبليغاتو، دجندر او روزنې او اداري مديريتونه شامل دي.
: ښه د صحت يا روغتيا له برخې به يې راپيل کړو، ستاسو د صحت مديريت څه دنده لري او څه يې کړي؟
: که د خپلو همدې څېړنو په اړه لږ معلومات راکړئ چې تر اوسه ستاسو د څېړنو يا وړانديز له امله کوم کلينيک جوړ شوى، يا کوم ځاى ته ډاکټره استول شوې؟
: يوه مشخصه شمېره که يې راته ووايئ؟
: ښه ريسه صيب! د فاطمه سرور په نامه يوې معيوبې خور پوښتنه کړې چې مونږ په ټولنه کې ډېرې داسې معيوبې خويندې لرو چې د خپل توان مطابق کار کولا ى شي، د ښځو چارو رياست په دې اړه څه کړي دي؟
: د ښځو چارو د ريسې په توګه په دې برخه کې ستاسو دنده څه ده؟
: فرشته مرسل خور پوښتنه کوي چې د ښځو ځينې ټولنې ښځې د انحراف (بې لارۍ) لور ته هڅوي تاسو په دې اړه څه کړي؟
: له چاسره په دې هکله غږيدلي يئ، چا سره مو شخړه کړې، او څوک مو وزارت ته معرفي کړي؟
بابورۍ : دلته زمونږ يوه مشاوره وه چې دلته يې همداسې کارونه پيل کړي و، ما ورسر ه شخړه وکړه، هغه لاړه وزارت ته پر ماباندې يې نيوکې وکړې ،حتى والي صيب ته لاړه زما په اړه يې ډېرې بد رد ويلي و چې دا داسې ښځه ده،دا داسې ښځه ده حتى داسې يې ويلي چې دا القاعده ده ،طالبه ده،د پرمختګ مخنيوى کوي، ښځو ته پروژې نه اخلي ډېره بدنامي يې راپسې کړې وه او هماغه و چې والي صيب يو هيات وټاکه او هغه خبره يې سپپينه کړه چې د هغې خبره دروغ وه او زما خبره فضل د خداى وه چې رېښتيا وه ، حق په جانبه وم، او هلته وزارت ته هم تللي و او وزارت کې هم ډېرې خبرې پيدا شوې چې زه يې غوښتې وم او خپل مشکلات مې ورته وويل چې دا خور داسې وايي، داسې وايي، داسې وايي په دې ننګرهار کې داسې خبره نه شي کېداى مونږ نه غواړو چې ښځې په دې سرعت کې يانې دوى رشد وکړي دا سرعت عمل دى،دلته اوس وضعيت ښه نه دى چې دا زمونږ خويندې دې داسې کارونه وکړي مثلا دې وې چې مونږ به د ښځو لپاره سپورتي ميدانونه جوړوو، هلته به خويندو ته دا برزو مرزو ورکوو، او هلته به د ښځومسابقې جوړوو خلک به را ټولوو هغې ويل ته ضعيفه يې، ماوې ځه خورکۍ سپورت د نر او ښځو لپاره فرض دى ،فرض نه دى البته ضرورت دى چې هر انسان د خپلې سلامتۍ لپاره هلې ځلې کوي لاکن اوس هغه شرايط لا مساعد نه دي چې زمونږ خويندې هغه برزوان او جمپرکې واغوندي او په ميدانونو کې ګډ شي ځکه چې …
خبره په شرايطو ده، زمينه سازي ده، اوس زمونږه ورونه چې کلونه،کلونه يې جهاد کړى يا کلونه،کلونه يې جنګ کړى دوى لږ له مدنيت نه لېرې پاتې دي، په دې باندې بايد مونږ او تاسې اقرار وکړو، تر څو چې د هغوى ذهنونه دې ته اماده کېږي ، يانې اول مونږ او تاسو لپاره ذهن وېنځل په کار دى يانې چې يو وار دوى اماده شي لکه تاسو غوندې نوي ځوانان له خيره به جېګ شي او اخلاقاً اماده شي چې زمونږ خوېندې د باندې ووځي. او همدا اوس هم مونږ په دې هڅه کې يو چې فرضاً سپورت وکړي او فرضاً موسيقي، او نور هنرونه ترلاسه کړي . همدا تاسو ځوانان او زه زړه په همدې کوښښ کې يو چې مدنيت راولو خو د اسلامي او افغاني فرهنګ په چوکاټ کې.
: تاسو ووې چې مونږ به ښځو ته د ورزش او موسيقۍ زمېنه برابره کړو او مدنيت به راولوخو له دولسم ټولګي فارغه خور ثمر په خپل راليږلي ليک کې وايي چې په لېرې پرتو سيمو کې حتى چې په نېږدې پرتو سيمو کې ښځې د ناروغيو او په ځانګړي ډول د نسايي او ولادي ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکوي نو تاسو د سپورت او موسيقۍ د زمېنې برابرول ډېره اړينه ګڼئ او که له مرګه د ښځو ژغورل؟
بابوري : خبره په همدې کې ده ،که ما ضرور ګڼله نو هماغسې به مې کړي و خوضرورت د ادى چې اول دا چې ښځه يوه مور ده ،د يو مور ضايع کېدل د اجتماع ضايع کېدل دي، د يو فاميل تباه کېدل دي، د هغې غم بايد وخوړل شي،پس له دې نه چې زمينه مساعده شوه لږ خلک ذهناً اماده شول بيا هغه کار به پيلوو چې ممکن پينځه کاله وروسته دا ژر نه کېږي
: د بي بي حوا لېسې څخه د سيما ساپۍ په نوم يوه خور ليکي چې ډېرى ښځې د ښځو چارو پر رياست باندې باور نه لري او د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مراجعه نه کوي، د دې لامل څه دى؟
بابړۍ : د دې خور خبره داسې ده چې دا خور يا ماشومه او يا ځوانه ده ، ځوانه د ځوانانو امريت پورې اړه لري او ماشومه وړوکتون او معارف پورې اړه لري. دا ښځه نه ده تاسو ګورئ چې دلته په سلهاوو، سلهاوو ښځې راځي، ځينې ښځې مشکلات لري، ځينې ښځې کار غواړي، ځينې ښځې زده کړه غواړي، ځينې ښځې د سواد زده کړه غواړي، دا خور خبره نه ده له ځانه يې يوه خبره کړې
نړى : د ښځو چارو رياست يوازې د پخو ښځو لپاره دى او که د ټولو لپاره؟
: افغاني ټولنې ته په کتو چې پېغلې جونې په کې يو ځاى ته د خپلې ستونزې د شريکولو په موخه په اسانۍ نشي ورتلى، دا به ښه نه وه چې تاسو داسې ګرځنده ټيمونه لرل چې پر کلو او کورونو ګرځېدل، د ښځو ستونزې يې له نېږدې ليدلې ؟
: خو ډېرى خويندې د خپلو ستونزو د شريکولو او حلولو لپاره لا له کوره نه شي وتى تاسو د ګرځنده ټيمونو په برخه کې کوم پلان لرئ؟
: تاسې د دې علت څه بولئ چې نور رياستونه مالي امکانات لري، موټرې لري دا ددې مانا نه لري چې د ښځو چارو وزارت د يو سمبوليک وزارت په توګه جوړ شوى ترڅو خلکو ته وښيي چې مونږ ښځو ته کار کوو دا تاسې منئ چې تاسو يو سمبوليک رول لرئ؟
: په محبسونو کې پرتو ښځو ته مو څه کړي دي؟
: که په لنډ ډول ووايئ چې په دې برخه کې ستاسو مسوليت څه دى؟
: د سيد جواد حشمت په نامه يو ورور پر تاسو نيوکه کوي چې تر لاسه کېدونکي مرستې په شخصي ډول وېشئ او ټولو ښځو ته پکې ونډه نه ورکوئ دا خبره څومره منئ؟
: دا ستاسو شخصي ژوند و، ستاسو پر اداري ژوند خبره کوو.
: تاسې داد کوم معيار له مخې وېشئ؟
بابړي : ته وګوره، ته وګوره چې فرضاً په ميلونهاوو ښځو ته درې سوه جوړه کالي، سل ټيکري، فرضاً زر جوړه جر ابې يا څپلکې دا نو څنګه ووېشو؟ لکه په يوه وړه تېږه چې په بحر کې واچول شي نو دا مالومه ده چې د خلکو غږ به پوره کېږي لاکن زه له خلکو نه ډارېږم، زه له خپل وجدانه ډارېږم، زه له هغې ورځې ډارېږم چې خداى له مانه ځواب غواړي، زه د خلکو بندو واز نه يم، زه خداى ته عبادت کوم، خداى ته کار کوم او د خداى بنده يم هغه ته کار کوم.
: ريسه صيب! په ښار کې د ښځينه سوالګرو شمېر له يوې ورځې تر بلې ډېريږي…
: د ډېرو لوستونکو پوښتنې پاتې شوې
: ريسه صيب! يو تصوير خو به دې واخلو.
مرکه کوونکي : رغاند او يرغل
د ننګرهار د ښځو چارو رئيسه آغلې شيلا بابري
د ګرانو لوستونکو! د راتلونګې ګڼې لپاره غواړو چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس حاجي حيات خان دېرې ته ورچکر شو. که تاسو له هغه محترم څخه کومه پوښتنه، ياپرې نيوکه لرئ، نو د ادارې ته يې د ليک، ټليفون او يا برېښليک په واسطه راواستوئ. به د خپلو خلکو او چارواکو تر مينځ د يوه ارتباطي پل په توګه، ستاسو پوښتنې او نيوکې د مرکې په بڼه له هغه سره شريکې کړي او د هغه ځوابونه به په راتلونکې ګڼه کې خپاره کړي. مننه .
٠٧٧٢٢٧٩٧٨٦ ، ٠٧٨٦٣٩٦٠٨٠
naray_weekly@yahoo.com