دغه کتاب چې هندي انجينر سوشېل کومار ليکلى ، د انجينر محمد فريد عاطف لخوا پښتو ژبې ته ژباړل شوى او په ننګرهار کې مومند خپرندويې ټولنې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر تازه له چاپه راوتئ دئ .
د اوسپنيزو سيمټي کانکرېټو ډيزاين ، چې په ښکلي صحافت سره په ٤٥٠ مخونو کې چاپ شوى، د RCC ساختمانونو د بېلابېلو برخو د ډيزاين په اړه په کې ګټور معلومات وړاندې شوي دي .
د کتاب ژباړن انجينر محمد فريد عاطف چې په ١٣٧٩ لمريز لېږديز کال کې د ننګرهار د انجينرۍ پوهنځي څخه بريالى شوى او له هغې وروسته يې د اريا، انټرساس، جرمن اګرواکشن، کوه نور فاونډېشن او برک افغانستان ادارو سره د انجينرۍ په برخه کې کار کړى ، نړۍ اونيزې ته وويل: ((په وروستيو څو کلونو کې د پښتو ژبې شعر او ادب ته ډېر کار شوى، کتابونه چاپ شوي، مجلې خپرې شوې او … خو له بده مرغه چې ددې ژبې علمي برخه اوس هم ډېره خواره ده او هيڅ کار ورته نه دى شوى، په تېره بيا د انجينرۍ په برخه کې مونږ په پښتو ژبه کې هيڅ د يادونې وړ اثر نه لرو.))
هغه زياته کړه: ((د همدې اړتيا او خپلو خلکو ته د خدمت د احساس له مخې مې ددې کتاب ژباړلو ته ملا وتړله چې الحمد لله په خپلې دې هڅې کې بريالى شوم.))
د انجينر عاطف په وينا هغه په پام کې لري چې د انجينرۍ په برخه کې نور کتابونه هم پښتو ته راوژباړي.
په ننګرهار کې د UN-HABITAT د ادارې يو کاروکوونکي انجينر الله محمد سيرت نوموړى کتاب د پښتنو انجينرانو او په تېره بيا د پوهنتون محصلينو ته ډېر ګټور ګڼي. هغه نړۍ اونيزې ته وويل: (( د کتاب ژبه ډېره ساده ، روانه او د فهم وړ ده.))
انجينر سيرت له مومند خپرندويې ټولنې څخه هم د خوښۍ څرګندونه وکړه چې د دا ډول علمي کتابونو چاپولو ته يې پام کړئ دئ .
په ننګرهار کې د مومند خپرندويې ټولنې مشر نصيرمومند نړۍ ته وويل: ((ددې ګټور کتاب تر څنګ مونږ په روانه اونۍ کې څلور نور بېلابېل کتابونه هم چاپ کړي دي .))
هغه زياته کړه: ((مونږ په پام کې لرو چې د علمي کتابونو چاپولو ته ملا وتړو.))
د يادونې وړ ده چې نوموړى کتاب په ننګرهار کې د مومند او هارون کتاب پلورنځيو تر څنګ د کابل، خوست ، کندهار ، مزار او هرات ولايتونو له ګڼو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدائ شي .