کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په كانكور كښي به د بې پايلي كسانو برخليك څه وي؟

په كانكور كښي به د بې پايلي كسانو برخليك څه وي؟

په تېرو څو لسيزو كې هېواد له ډېرو ډول ډول ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان شوى، جګړې، ورانۍ، وژنې، لوټونې، پاټك اچونې، غلاوې، تښتونې خو تر ټولو لويه ستونزه د زده كړو ستونزه وه، چې په ډېرو دورو كې د جګړو او ناامنيو له امله چا نه شواى كولاى چې خپلې زده كړې بشپړې كړي. او پوهنتون ووايي. په ټول هېواد كې په سلګونو ښوونځي د جګړو له امله بند و. خو كله چې اوسنى واكمن نظام په هېواد كې رامنځ ته شو، يو ځل بيا افغان ځوانان تر يوې كچې پورې د لوړو زده كړو لپاره لېواله شول او يو څه يې د آرامۍ احساس وكړ، په دې دوره كې چې آته كلونه يې پوره كېدونكي دي، په ډېره كچه زده كوونكي له لېسو څخه فارغ شول او په لوړه كچه زده كوونكي د لوړو زده كړو په موسسو كې جذب شول، خو په دې وروستيو كلونو كې د لوړو زدكړو وزارت له دې امله چې پوهنتونونه يې د ډېرو زده كوونكو د جذب توان نلري په لوړه كچه زده كوونكي د لوړو زده كړو له نعمته بې برخې كېږي. تېر كال چې يو دېرش زره كسان په لوړو زدكړو كې جذب شول خو۵۰ زره كسان بيا بې پايلې اعلان شول.

د روان ۱۳۸۸ لمريز كال په كانكور آزموينه كې د ګډون كوونكو پايلې چې تېره اونۍ اعلان شوې، په دې كال كې۹۰ زرو كسانو په كانكور آزموينه كې برخه اخيستې وه. د لوړو زده كړو د وياند په وينا سږ كال ۶۳ سلنه كسانو لوړو زده كړو ته لاره موندلې: ((په لومړي قدم کې ٣٠٣٢٩ کسان پوهنتونونو ته معرفي شوي، موږ غواړو دوولس زره نور هم معرفي کړو چې ټول٤٣٠٠٠ کسان کېږي. د ټولو هغو چې آزموينه يې ورکړې ٦٣ په سلو کې برخه پوهنتونونو ته معرفي شوې ده)) خو سږ كال بيا هم په ډېره لوړه كچه زده كوونكي بې پايلې اعلان شوي دي چې دوى به ونشي كولاى د هېواد د لوړو زده كړو موسسو يا پوهنتونونو ته لاره پيداكړي. خو بيا هم د لوړو زده كړو وزارت ويلي، چې دوى به هڅه وكړي چې د بې پايلې كسانو له ډلې څخه يوه اندازه د نيمه لوړو زده كړو موسسو ته وركړي.

د بې پايلې زده كوونكو له ډلې څخه ډېرى زده كوونكي بې برخليكه پاتې كېږي، ځينې يې چې اقتصادي ستونزې نه لري د راتلونكي كال لپاره د كانكور د آمادګۍ كورسونه وايي او بيا راتلونكي كال ته دويم ځلي د كانكور په آزموينه كې برخه اخلي. او ځينې يې بيا په خصوصي پوهنتونونو كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي. او هغه كسان چې اقتصادي ستونزې لري او نشي كولاى چې خصوصي پوهنتونونو ته ورشي او يا په كابل كې د كوټې كرايه، خپل لګښتونه، د كورس فيس او د كتابونو پيسې وركړي، نو هغوى بيا يا ايران ته د كار لپاره مخه كوي او يا يې هم د تل لپاره له زدكړي څخه زړه تورېږي چې بيا هېڅ په كانكور كې ګډون نه كوي.

د دې تر څنګ ډېرى زده كوونكي چې لږې نمرې يې وړې دي، په پوهنتون كې د شاملېدو حق نه دى وركړل شوى. ځكه چې پوهنځي ته يې ټاكل شوې نمرې نه دي پوره كړې. د دې زده كوونكو له ډلې څخه ډېر په كانكور كې د پاتې راتلو لامل په لېسو كې غير مسلكي كسان بولي، ځكه چې په ډېرو لېسو كې هغه كسان درس وركوي چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي خو پوهنتون ته يې د تلو لاره نه ده موندلې. او ډېرى ښوونكي بيا د اقتصادي ستونزو له امله په پوره او سم ډول د شاګردانو درسونه مخته نه شي وړاى. دوى ته دومره معاش نه وركول كېږي چې خپلې ورځنۍ اړتياوې پرې پوره كړي، نو له دې امله دوى اړ دي چې د ښوونكي په صفت د دندې تر څنګ په كوم بل كار هم لاس پورې كړي. ډېرى ښوونكي يا دوكان كوي او يا هم د خپلې ځمكې په كار بوخت دي.

په كانكور آزموينه كې د پاتې راتلو يو بل لامل له خپلې سويې څخه د لوړو پوهنځيو ټاكل دي چې بيا زده كوونكى د هغې پوهنځي نومرې نه شي پوره كولاى. او بې پايلې پاتې كېږي.

له بلې خوا په آزموينو كې يوازې هغه كسان چې لږې نمرې يې اخيستې دي نه دي بې پايلې شوي. بلكې ډېرى كسان په لوړو نمرو هم كوم پوهنځي ته نه دي بريالي شوي. د ننګرهار له ليسې څخه يو شاګرد چې له خپلې ليسې څخه هم لومړى نمبر فارغ شوى، خو دوه كاله كېږي په آزموينه كې ګډون كوي، بيا هم كوم پوهنځي ته نه بريالى كېږي. نوموړى بي بي سي ته په يوه مركه كې ويلي:

” پروسږکال مې ازموينه ورکړه کوم پوهنځي ته بريالى نشوم، د تېر کال په لړ کې مې ډېر درس ووايه خو سږ کال بيا د ٢٦٨ نمرو په اخيستو بې پايلې شوى يم. هوډ مې کړى چې بيا به په کانکور کې ګډون نه کوم، دا ځکه چې برياليتوب په کې ستونزمن دى.”

په هېواد كې د پوهنتونونو د كمښت مسئله يوه لويه ستونزه بلل كېږي، كېداى شي په راتلونكو كلونو كې له لېسو څخه تر دې هم په لوړه كچه فارغين ولرو آيا له هغې ډلې څخه به هم ډېرى بې برخليكه پاتې كېږي. كه موږ خپل هېواد له نورو هېوادونو سره پرتله كړو، موږ د لوړو زدكړو په موسسو كې يوازې له ۴۰زرو څخه تر۵۰ زرو پورې زده كوونكي جذبولاى شو، خو زموږ ګاونډى هېواد ايران هر كال تر دوه ميليونو ډېر كسان د لوړو زده كړو په موسسو كې د زده كړې لپاره نيسي.

په هېواد كې د پوهنتونونو تر څنګ دارالمعلمين، تخنيكي موسسې، د برېښنا او نورو مسلكي زده كړو په برخه كې هم ډېره اړتيا ليدل كېږي، چې دولت بايد په دې برخو كې هم د زده كړې آسانتياوې برابرې كړي. ترڅو زموږ ځوانان په هره برخه كې زده كړې وكړي او د هېواد لپاره په هره برخه كې د خدمت جوګه شي.