دوری دمیاشتی په ۷نیټه دجمعی په ورځ دزابل مرکزقلات کی دبادام ګل ترسرلیک لاندی دودیزه مشاعرجوړه شوه په دغه مشاعره کی
دزابل دولایت مرکزاوولسوالیودشاعرانواودشعرمینوالوپه ګډون پکښی دکندهار،پکتیا،او اوروزګان نه په سلګوادیبانوبرخ لرله غونډه دالهی کلام په سپيڅلوایتونو پيل شوه ورسته دوینابرخه شروع شوه چی دویناوو په ترڅ کی دزابل دپوهنی ریس هم ویناوکړه نوموړی دپښتو دصوفی شاعررحمان بابا(رح)په مقبره بریدوغندواوددی عمل دترسره کوونکولپاره ئي ددرندی سزاغوښتنه و کړه .
ورسته دمشاعری برخه شروع شوه چی شاعرانوښه ښه شعرونه وویل اودګډونوالوله خوائي دودهرکلی وشو
دغونډی په پای کی دکندهارنه راغلومیلنوله خوایوه تمثیلی ټوټه وړاندی شوه چی دګډونوالوله خواپه چکچکوبدرګه کیده .
غونده چی دماپښين تر۲بجوپوری روانه وه په اخیرکي په ګډړونوالوباندی دسوغاتونوپه ویشلوپای ته ورسیده
دیادونی وړده چی دادودیزی مشاعری په دی دورستیوکی شروع شوی چی په کندهارکی دانارګل يه لوګرکی دسنځل ګل په وردګوکی دمڼي ګل اوداسي نوری هم په نورو ولایاتوکی لمانځل کیږي چی دا ټول داسی معلومیږی دننګرهاردنارنج ګل اودبلخ دګل سرخ نه ئي رنګ اخیستی وی.
دمشاعری تصویرونه دزابل په البوم کی لیدلای شي اوایدوي دږغونوپه برخه کی اوریدلای شی !
مشاعره په ږغ کښي :
badaam gul moshaera 1388 (1) | 31:00 | 32 kbps | 16 kHz | 7.44 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (2) | 32:20 | 32 kbps | 16 kHz | 7.76 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (3) | 24:49 | 32 kbps | 16 kHz | 5.96 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (4) | 27:51 | 32 kbps | 16 kHz | 6.69 Mb |