نن پنجشنبه د ۱۳۸۸ کال د وري دمياشتي په اوومه نېټه دزابل په مرکز کلات کښي دبادام ګل مشاعره جوړه سول، چي پکښي د زابل ولايت او شااوخوا سيمو کندهار، هلمنداو اروزګان څخه راغلو شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړئ وو.
دبادام ګل دوديزه مشاعره د تېر په څېر سږ کال هم دبېلابېلو شاعرانو لخوا په خوږو شعرونوسره ولمانځل سول .
په مشاعره کښي چي دکلات دپوهني رئیس هم برخه لرل چي نوموړې مشاعره وستايله او د ارواښاد رحمان بابا پر مزار يې بريدپه سختو ټکو سره وغندئ او همدارنګه يې د نوموړي پيښي د عاملينو دپيدا کولو اوپه سزا رسولو غوښتنه وکړه.
ددې دوديزي مشاعري تفصيلي راپور او ږغ د لراوبر په ( مرکې او راپورونه) برخه کښی کتلائ سئ .
مشاعره په ږغ کښي :
badaam gul moshaera 1388 (1) | 31:00 | 32 kbps | 16 kHz | 7.44 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (2) | 32:20 | 32 kbps | 16 kHz | 7.76 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (3) | 24:49 | 32 kbps | 16 kHz | 5.96 Mb | |
badaam gul moshaera 1388 (4) | 27:51 | 32 kbps | 16 kHz | 6.69 Mb |