کور / تازه خبرونه / د يوه طالب د نيولو او ۱۱ د وژلو ادعا وسوه

د يوه طالب د نيولو او ۱۱ د وژلو ادعا وسوه


اسوشيېټيډ پريس آژانس په هلمند ولايت كي د طالبانو او امريكايي پوځيانو ترمنځ د جګړې خبر وركړ، چي د يوه طالب او ۱۱ د وژلو ادعا پكښي سوې ده.
خبر وايي طالبانو د امريكايي پوځيانو پر كتار حمله كړې چي وروسته مخامخ جنګ وموښتئ او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
په هلمند كي تېره ورځ برتانوي پوځيانو د مارجې له ولسوالي څخه د ۱۳۰ طالبانو د وژلو ادعا وكړه، چي ويل يې د درو ورځو په جريان كي يې وژلي دي.
په يوه بله پېښه كي چي تېره ورځ افغان حكومت هم تايېد كړه، طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته د بريد له امله نهه افغان پوليس وژلي وو.
ياده سوې حمله د نهر سراج په ولسوالي كي پر هغه پوسته سوې وه، چي تېره اونۍ همدې پوستې ته نيژدې د ماين په يوه چاودنه كي ولسي جرګې ته د هلمند د خلګو استازى دادمحمدخان له خپلو درو ساتونكو سره ووژل سو.