رويټرز آژانس وايي د امريكا د متحده ايالاتو په نوې ستراتيژي كي چي نن به اعلان سي، افغانستان ته د څلور زره نورو پوځيانو د لېږلو پرېكړه هم سوې ده.
راپور وايي دا د هغو ۱۷۰۰۰ زرو پوځيانو له جملې څخه نه دي، چي باراك اوباما يې تر راتلونكي دوبي افغانستان ته د لېږلو فيصله كړې وه.
د رويټرز آژانس په وينا دغه پوځيان به د افغانستان پوځ او پوليسو ته رزونه وركړي او دا د ښاغلي اوباما د پلان هغه برخه ده، چي وايي د افغانستان د پوځ او پوليسو شمېر به څلور لكه كسانو ته لوړ كړي.