کور / تازه خبرونه / افغان استخباراتو پر آى، ايس، آى تور ولګاوه

افغان استخباراتو پر آى، ايس، آى تور ولګاوه

 
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت رئيس د پاكستان استخبارات د طالبانو په مرسته تورن كړل.
د ملي امنيت مشر امرالله صالح وويل آى، ايس، آى په افغانستان كي لاسوهنه كوي، د دولت مخالفو وسله والو ته پيسې او ټرينينګ وركوي او بيا يې افغانستان ته د ځانمرګو او جبهيي جنګونو دپاره رالېږي.
د نيويارت ټايمز ورځپاڼي هم پرون په خپل يوه راپور كي د پاكستان استخبارات له طالبانو سره په مرسته تورن كړي دي.
پاكستان هر وخت دغسي تورونه ردوي، خو د افغانستان او امريكا د وروستيو تورونو په باب يې څه نه دي ويلي.
نيويارك ټايمز ليكلي آى ايس آى له دوه مخي پاليسي څخه كار اخلي، ځيني كړۍ يې د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو سره نيژدې اړيكي لري او هغوى ته د امريكا د بريدونو په اړه مخكي له مخكي معلومات وركوي.
د افغانستان د سياسي چارو كارپوه احمد سيدي د آزادۍ راډيو ته وويل آى،ايس، آى په خپل منځ كي د ايس په نوم يوه ځانګړې شبكه لري، چي په هغوى د هيچا وس نه رسېږي او دا هغه كړۍ ده چي په طالبانو كي خو څه، آن د كابل حكومت په لوړ پوړو غړو كي هم جاسوسان لري.
د آصف زرداري حكومت په لومړۍ مياشت د آى ايس آى شبكې د له منځه وړلو اعلان وكړ، خو ډېر ژر بيرته پر شا سو.
كارپوهان ويي آى ايس آى شبكه چي د پاكستان په دفاع وزارت پوري اړه لري، ټول كاركوونكي يې پوځي مامورين دي او دوى د پاكستان د ګټو په خاطر هر راز جناياتو ته تيار دي.