کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د روسیی د سیاسي، اقتصادي او جغرافیوي حالاتو ځانګړتیاوی

د روسیی د سیاسي، اقتصادي او جغرافیوي حالاتو ځانګړتیاوی

     روسیه چي د ځمکی پر سر تر ټولو ستر هیواد دی یو ځل بیا کوښښ کوي چي، د نړئ په سیاسي، اقتصادي او پوځي ډګر کی د یو زبر ځواک په توګه سر راپورته کړي. دا په داسی حال کی ده چي په ۱۹۹۱زیږدیز کال کی د شوروي اتحاد ړنګیدلو دغی هیواد ته یو زیات شمیر اقتصادي او سیاسي مشکلات په میراث پریښودل.


     روسیه څه د پاسه ۱۷ میلیونه کیلو متره مربع مساحت لري. نفوس یی  ۱۴۴ میلیونو تنو ته رسیږي. د اذربایجان، سپینی روسیی، چین، ایستونیا، فنلینډ، ګرجستان، قزاقستان، شمالي کوریا، لاتویا، لیتوا، مغلستان، ناروی، پولنډ، او اوکراین د هیوادونو سره ګډی پولی لري. پولي واحد یی روبل دی، رسمي ژبه یی روسي ده. د نفوس ډیره برخه یی لومړی ارتودکس عیسویان او بیا مسلمانان جوړوي. دروسیی د دولت طرز فدراتیف جمهوریت دی چي په ۸۸   اداري او عرضي واحدونو ویشل شوی دی او بشبړ نوم یی د (روسیی فدراسیون) دی. 


      د روسیي دولت کوم  مذهب د رسمي هغه په نوم نه پیژني. د روسیی د نفوس ۸۰ سلنه د ارتودوکس د کلیسا پیروان دي چي اساسي دین هم پکی همدا دی. تر دی پرته نور ډیر ادیان هم وجود لري چي د هغوی له ډلی څخه یو هم اسلام دی چي د پیروانو له مخی په دغی هیواد کی دویم ځای لري. مسلمانان ددغه هیواد د والګا د سیند په غاړه اوسیدونکي تاتاران، باشکیریان او د شمالي قفقاز جمهوریتونه لکه چچنیا، اینګوشیتیا، کبردینه بالکاریه او داغستان  د سیمو اوسیدونکي تشکیلوي. د نورو مذاهبو په پیروانو کی د بودیزم پیروان، کاتولیک عیسویان، یهودان او نور دي.


     د۱۹۹۸ زیږدیز کال د ژور اقتصادی بحران څخه راوروسته روسيي د ولادیمیر پوتین د منظمی او جدي رهبر‌‌ئ او په همدی ډول د پراخو طبعي زیرمو چي په ځانګړي ډول تیل اوغاز یی د یادولو وړ دی، په مرسته ډیر چټګ پرمختګ وکړ. د (ګاز پروم) روسي کمپنئ چي په نړئ کی د غاز د تولید او صادراتو له مخی تر ټولو لویه کمپنئ ده، اروپا ته د هغوی د ضرورت وړ غاز صادروي او د روسیی په اقتصادي وده کی رغنده ونډه لري. 


     په ۹۰ مو کلونو کله چي بوریس یلڅن په واک کی وو، د روسیی د دولتي تاسیساتو د شخصي کیدلو پروسه روانه وه چي ډیرو کسانو پکی د یلڅن د چوپتیا نه ګټه پورته کړه او د مالیاتو په نه ورکولو او نورو درغلیو سره یی ځانونه یواځی د څو کلونو په اوږدو کی دنړئ د میلیاردرانو په کتار کی ودرول. خو واک ته د ولادیمیر پوتین راتګ دغو کسانو ته یوه بده پیلامه وه ځکه هغه د یلڅن په خلاف دغه اشخاص یا خو محا کمه کړل او یا یی هم د دغه هیواد پریښودلو ته اړایستل. 


     قدرت ته د ولادیمیر پوتین راتګ د غه هیواد ته نوی روح وروبخښه اوسربیره پر دی چي په نړیوال سیاست کی یی د روسیی هغه مات شوی حیثیت تر ډیره بریده راژوندی کړ چي د شوروی اتحاد د ړنګیدلو په محال یی له لاسه ورکړی وو، د روسیی په دننه کی یی د خلکو د اجتماعي او اقتصادي حالاتو په ښه کولو کی هم د یادونی وړ پرمختګ وکړ چي د کارپوهانو په اند د ولسمشر پوتین دغه کارنده سیاست د روسیی په ولس کی د هغه د بیساري محبوبیت لامل شو.


     د روسیی سیاسي وضعه د هغو اړیکو له مخی مشخص کیږي چي د نړئ د مهمو لوبغاړو هیوادونو یا ټولنو په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او د اروپایي اتحاديي د غړو هیوادونو سره یی لري، خو ددی تر څنګ په منځني ختیځ، د قفقاز په سیمه، د بالکان په هیوادونو، افغانستان او د سیمی په نورو هیوادونو کی سوله هم د روسیي د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره اړینه بلل کیږي.


     روسیه که له یوی خوا کوښښ کوي چي په نړیوال سیاسي ډګر کی د یوه موثر لوبغاړي په توګه ولوبیږي خو له بله پلوه د غرب له خوا ټولو هغو حرکاتو ته په پام سره چي دغه هیواد یی د ځان دپاره ګواښ ګڼي د شوروي د سیاست خلاف په نظامي لارو چارو ډیره ډډه نه لګوي اوکوښښ کوي چي ډیر زور په دقیقو او محطاطانه سیاسي لارو واچوي  چي یو غوره مثال یی په دا وروستیو میاشتو کی د قرغیزستان د هیواد سره د روسیي هغه تړون وو  چي، موخه یی په دغه هیواد کی د امریکا او ناټو ځواکونو د هډی تړل وو چي په بدل کی یی روسیه مجبوره ده چي نوموړي هیواد ته یو څه پور ورکړي. پاته دی نه وي چي دغه هډه په افغانستان کی د عملیاتو دپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو یو د تر ټولو مهمو هډو څخه شمیرل کیږي. روسیي هغه مهال د خپل زور ښوونه وکړه کله چي تیر کال د جنوبي اسیتیا جمهوریت چي د ګرجستان څخه بیله شوی ټوټه بلل کیږي د ګرجستاني ځواکونو د حملی لاندی راغی چي په نتیجه کی یی یو زیات شمیر ملکي وګړي قربانیان شول خو روسي ځواکونو د څو ساعتونو په اوږدو کی وکولای شول چي د ګرجستان عسکر نه یواځی ددغه بیل شوی جمهوریت نه په شا وتمبوي، بلکه پخپله د ګرجستان په خاوره کی یی هم ډیر پرمختګ وکړ او روسي جنګي الوتکو د طبلسی  ښار ولړزاوه. په عین حال کی کله چي د امریکا متحده ایالاتو د چک او پولنډ په هیوادونو کی د رادارو او موشکونو د دفاعی سیستم د جوړولو اعلان وکړ، نو روسيي ګواښ وکړ چي که امریکا دغه پروسه ونه دروي نو  په جواب کی به یی د لیری واټن توغندي په کالینینګراد کی د اروپا په لوری ځای پر ځای کړي. که څه هم امریکا دغو سیستمونو ته د ایران او شمالي کوریا د اتومي بټیو او د یورانیمو د غني کولو د پروسو په سر دڅار نوم ورکوي خو روسیه یی ورسره نه مني او دا د ځان دپاره یو خطر بولي. 


     د روسيي اقتصاد د هغو هیوادونو په ډله کی راځي چي د ډیر چټک پرمختګ په حال کی دی. ددی چټګ پرمختګ اساسي دلیل غني معدنونه دي چي دغه هیواد یی لري. په دغو معدنونو کی تیل، طبعي غاز، اوسپنه او نور طبعي مواد دی چي بهر ته یی استوي. ددی تر څنګ ماشین الات، اسلحه او جنګي مهمات یی د صادراتو مهمه برخه تشکیلوي. 


      په پای کی باید د کارپوهانو د هغه نظر یادونه وشي چي، که چیرته د روسیی او غرب تر مینځ د رقابتونو پر ځای د همکارئ فضا رامینځ ته کړای شی نو دا به نه یواځی د نوموړو هیوادونو د ولسونو په ګټه وي بلکه د نړئ د نورو هیوادونو دپاره به چي د هغوی په ډله کی زمونږ ګران او جګړه ځپلی هیواد افغانستان هم راځي، د سولی او خوښئ زیری په بر کی ولري.


پای