د هالنډ حكومت د هاګ په ښار كي چي راتلونكې اونۍ به د يوه نړيوال كنفرانس كوربه وي، په ټينګو امنيتي تدابيرو لاس پوري كړى دئ.
د هاګ كنفرانس د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندي د امريكا د متحده ايالاتو په وړانديز د افغانستان د وضعي د څېړني په خاطر جوړېږي.
د هالنډ حكومت وايي د هاګ په ښار كي يې د ښه امنيت د تامين په خاطر ۳۵۰۰ اضافي پوليس ځاى پر ځاى كړي دي.
دغه كنفرانس چي د مارچ پر ۳۱ – مه نېټه به جوړ سي د افغانستان پر ګاونډي اېران سربېره چي امريكا يې بلنه وركړې ده، د نړۍ د اتيا هيوادونو او د ۲۰ نړيوالو موسساتو استازي به ګډون پكښي وكړي.
افغان ولسمشر حامد كرزى، د ملګرو ملتونو منشي بانكي مون او د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري كلنټن به هم پكښي حاضر وي.
د كنفرانس مشري په افغانستان كي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى آيډي ته ور دغاړي ده.