کور / تازه خبرونه / امريكا سبا ته نوې افغان پاليسي اعلانوي

امريكا سبا ته نوې افغان پاليسي اعلانوي


د سپيني ماڼۍ په حواله خپاره سوي خبرونه وايي چي سبا جمعه د مارچ پر ۲۷ – مه به د امريكا ولسمشر د افغانستان او پاكستان په اړه خپله نوې پاليسي اعلان كړي.
د باراك اوباما حكومت له تېرو څو مياشتو راهيسي د افغانستان په اړه د نوي پاليسۍ پر جوړېدو بوخت وو، چي له مخكي خپاره سوي خبرونه وايي دا ځل پاكستان ته هم ډېره پاملرنه پكښي سوې ده.
امريكايي مقامات وايي په قبايلي سيمو او د بلوچستان ايالت په مركز كي د طالبانو او القاعدې لوړ پوړي غړي بېخاره فعاليتونه كوي، چي بايد مخنيوى يې وسي.
امريكا پلان لري چي د ډيورنډ كرښي په اوږدو كي خپل ۱۷۰۰۰ پوځيان ځاى پر ځاى كړي، چي افغانستان ته د طالبانو د اوښتلو مخنيوى وكړي.، د افغان امنيتي ځواكونو شمېر ډېر كړي او له طالبانو سره پر جنګ سربېره د خبرو لاره هم په مخ كي واچوي
امريكايي ورځپاڼو تېره اونۍ د بلوچستان په ايالت كي هم د بې پيلوټه الوتكو د عملياتو خبر وركړ.