د بابوزي په قلم :
هغه لافي وهي چي که مجاهدينو ته ونډه زياته شي ، نو دا هېواد به ازاد کړي !
لومړۍ خبره خو د ازادۍ او خپلواکۍ ده ، چي د فهيم موخه کومه خپلواکي ده ، د اوسنيو ميشتو ايساف ، ناټو او امريکايې ځواکونو څخه د هېواد خپلواکي او که د طالبانو څخه خپلواکي ؟ هغه څوک چي د ( ب ٥٢ ډوله ) الوتکو په زور مارشال شوۍ وي هغه بيا د هغو الوتکو څخه خلاصون ته هيڅ کله ازادي نه وايې ، بلکي د هغوشتون ته د خپل ژوندد پايښت د تضمين په سترګه ګوري . پاته سوه دا خبره چي د ښاغلي فهيم موخه ددې وينا څخه د طالبانو څخه نجات او خلاصون ازادي ده .
وايې درواغجن حافظه نه لري ! لا تر اوسه ډير کلونه ، نه دي تير شوي چي د ښاغلي فهيم هير شوه چي د خپلو ټولو کورنيو او بهرنيو ( روسيه ، ايران ، هند او يو شمير نورو ) ملګرو په مرسته يې يوازي د افغانستان پنځمه سليزه خاوره په لاس کي وه . اوس به کومه معجزه وشي چي د طالبانو څخه به ځان ازاد کړي ؟
رښتيا خبري خو دا دې چي همدا ښاغلۍ فهيم او د ده په څير يو شمير نور لافوک شارلتان دي چي د جګړې په دوام کي خپل ژوند ويني ، همدا جګړه وه چي ښاغلي فهيم او د ده په څير نورو ته يې د هغوۍ تر خيال او تصور زياتي ګټي راوړي دي . هغوۍ ته جګړه يوه ګټوره سوداګړي ده . نه يې ځان نه يې خپل او نه يې اړوندانو ته زيان رسيږي ، خو عايد يې ورځ په ورځ زياتيږي .
همدا اوس هم جګړه ماران د همدې رواني جګړي په وسيله د خپلو ونډو او مقامونو په تناسب عايد او ګټه تر لاسه کوي . خو د مار شال صاحيب شکايت په دې کي دۍ چي د پخوا په شان يې د پيسو او ډالرو بوجۍ چي له بده مرغه زموږ د غريبو هېوادوالو د وينو په بدل کي جګړه مارانو ته رسيږي ، د دې ښاغلي ونډه تر پخوا لږ ورته بريښي .
مار شال د مجاهدينو د مهال هغه بندي ته پاته کيږي چي وايې دڅرخي پله په زندان کي يې د حقوقي بشر د استازي په ځواب کي ويلي وه چي : ( زه په دې نه ژاړم چي زما سره په زندان کي بد چلن کيږي ، ژاړم په دې چي زه د رشوت پر مهال قومندان وم ، اوس چي د چور وخت راغلۍ زه په زندان کي ناست يم . ) د ښاغلي فهيم ژړا هم له همدې درکه ده . هغه مهال چي د افغانيو او افغانستان چور او تالان کېدۍ ، نو مارشال صاحيب د چپاول ګرو د امنيت وزير و ، خو اوس چي د ډالرو او نړيوالود مرستو چپاول روان دي ، نو ده ته د مارشالۍ په پيمانه د چور او تالان ونډه نه رسيږي . همدا لامل دۍ چي په هر جومات او هره کوڅه کي يې چيغي او سورې پيل کړۍ چي د الله په نوم مجاهد يم ونډه راکړۍ .