د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ د فساد سره د مبارزې په اداره كي د خپلي شتمنۍ تر ثبت وروسته وويل په اداره كي يې فساد دونه ډېر هم نه دئ، لكه بهرنيان چي تخريب پسي كوي.
ښاغلي كرزي وويل بهرنيان غواړي په دې ډول دى تر فشار لاندي كړي، نو ځكه دى او حكومت يې په فساد تورنوي.
ولسمشر دا هم وويل چي له ده سره په دې باب ډېري خبري سته، خو ځكه يې نه وايي چي نه يې ولس ورسره مني او نه هم د نړيوالو زړونو ته لوېږي.
ولسمشر كرزي د خپلي شتمنۍ په باب وويل چي نه موټر او نه ټكټر او نه هم كور او مځكه لري، د مياشتي ټول عايد يې تقريباً ۵۰۰ ډالره دي، د مېرمني او زوى ټوله طلا يې د ۱۰۰۰۰ ډالرو په شاوخوا كي ده او اووه كاله دمخه چي يې د فرانكفورټ په يوه بانك كي ۱۰۰۰۰ ډالره درلوده، اوس هم پراته دي.
ښاغلي كرزي د خپل حكومت پر غړو ږغ وكړ چي د شفافيت په خاطر خپلي شتمنۍ د فساد پر ضد د مبارزې په اداره كي ثبت كړي.
د فساد پر ضد د مبارزې اداره وايي ټول وزيران، معينان، واليان او د مالي او عايداتي ادارو مامورين به خپلي شتمنۍ ورسره ثبت كړي.
څېړونكي وايي سره له دې چي ولسمشر كرزي په يو ډول د اداري فساد سته والى رد كړ، خو په تېر يوه كال كي د فساد سره د مبارزې پر ضد د درو بېلابېلو ادارو جوړول په دولت كي د فساد تر ټولو غټ ثبوت دئ.
تېره مياشت په ولسي جرګه كي د كندهار وكيل خالد پښتون د ولسمشر كرزي د كابينې سرپرست وزير اسدالله خالد چي پخوا د كندهار والي وو، په كندهار كي د دندي پر مهال د برېښنا په يوه پروژه كي په پنځه اعشاريه شپږ ميليونه ډالره اختلاص تورن كړ، چي ښاغلي پښتون په دې اړه يې له ولسمشر څخه د يوه څېړونكي هيئت د ټاكل كېدو غوښتنه هم وكړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه