دروسيې د مخدره موادو د فدرالي سازمان رئيس ويکټور ايوانف ويلي دي چي په افغانستان کي دناټويي هيوادو د حضور په وخت کي د کوکنارو کښت څلوېښت ځله زيات سوی دی . ايوانف دغه خبره د سه شنبې په ورځ د مسکو په هغه غونډه کي وکړه چي د جمعي امنيت د پيمان غړو هيوادودمخدره موادو سره د مبارزې د سازمانو د ريسانو لخوا جوړه سوې وه . نوموړي زياته کړه چي په افغانستان کي د ناټو د ځواکو په موجوديت کي د ټولي نړۍ په سلو کي ۹۳ ترياک په افغانستان کي کرل کيږي . دغه روسي مقام وايي چي په افغانستان کي د مخدره موادو د قاچاق ټولي برنامې د ترياکو د کښت په شمول د ماتي سره مخامخ سوي دي . هغه وايي چي ناټو بايد دېته اړ ايستل سي چي د کوکنارو کروندې او د ترياکو لوی ګدامونه له مينځه يوسي .
په دغه غونډه کي چي د روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيکستان، ازبکستان او ارمنستان هيوادو لخوا جوړه سوې وه د نوموړي هيوادو د مخدره موادو دقاچاق سره د مبارزې د سازمانو رئيسانو ګډون کړی وو