کور / راپور / په كندهار كې تذكرې په رشوت جوړېږي

په كندهار كې تذكرې په رشوت جوړېږي

 


 په كندهار كې نن سبا عام خلك په اسانۍ سره تذكرې نه سي ترلاسه كولاى او مجبوره دي په دې لار كې خامخا رشوت وركړي، چې دولتي مامورين د رشوت، شيرينۍ، د غرمې د ډوډۍ او نورو نومونو ځنې پيسې غواړي.


ما غوښتل خپل ورور ته تذكره جوړه كړمه چې د پلار تذكره مې تياره راسره وه او ما كولاى سواى په اسانۍ سره خپل د فاميل سوابق او نور اسناد پيدا كړمه، خو د تذكرې په شعبه او نورو ادارو كې يې دومره ستړى كړمه چې اخر مجبوره سوم له دې كاره ګردسره لاس واخلم.


تر ټولو غټ خنډ ښاغلي مطيع الله وفا اڅكزي جوړ كړى، چې د اسدالله وفا ورور دى او د تذكرې د وركولو په شعبه كې پر غټ پوست كار كوي. نوموړى دومره بداخلاقه او بدرويه سړى دى چې يوه خبره هم نه ورسره كېږي. په ښكاره له خلكو پيسې غواړي او زه چې يو غريب سړى يم، ما نه سواى كولاى د دوى دغه مادي غوښتنې ورپوره كړمه.


په قوماندانۍ كې جلا مافيا فعاله ده چې ښه د غوړې ګولې زمينه ورته نن سبا برابره ده او هېڅوك يې مخنيوى نه كوي. ښاغلى اسد الله وفا چې د شكايتونو د كميسيون مشري كوي نه ده څرګنده وبه كولاى سي خپل دغه بداخلاقه او په اداري فساد ككړ ورور كنټرول كړي او كه به دى هم د ولسمشر حامد كرزي غوندې د خپل دې نازولي وررو خوا ونيسي.