راغلې پسرليه د سرو ګلوو دي اثر نشته
ګونګ دي بلبلان دي چي غزلو کي هنر نشته
وکرل وختونو د ذقومو د ريښو فصل
وچ شو ه چمنونه د ګياه کرلو کر نشته
تور ديبان راکډه سول له تورو تورتمو سره
اوس خو د سهار د روښنايي بيلکل خبر نشته
وخوړل وهشي ليوانو ټول ښايسته غرڅه دغره
زموږ و ژوندو ژوو ته لا ژوند پر لر او بر نشته
راکړه پسرليه لاس له ژمي نه مو خلاص کړه ژوند
زموږ کنګل نفاق ته لا تر اوسه يو رهبر نشته
موږ له ډيره وخته د پرديوو پسرلي لمانځو
کلي کي کعبې د پسرلي ته هيڅ ممبر نشته
ستا د ګونګۍ ژبي باوري چيغي زه اورمه
نه اوري کاڼه پسرلي ټکۍ مي باور نشته
١٣٨٨ لمريز کال لمړۍ شپه
بلجيم