کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / استخباراتي کړۍ او سياسي لوبي

استخباراتي کړۍ او سياسي لوبي

دپاکستان استخباراتي کړيو يوه بله سياسي لوبه پيل کړي ده دوی غواړي له هغو طالبانو سره چي په خپلو لاسونو يي روزلي دي د سولي مذاکرات پيل کړي اودغه تش په نامه طالبان يي يوځل بيا په باجوړ او سوات کي سره راغونډ کړي دي او دهغوی ټولوغوښتونو ته ېي غاړه ايښي ده او ورسره يي داپريکړه کړي ده چي ديرش زره قبايل به په وسلو سمبالوي په دي مانا چي ګويا ددغو قبايلو په مسلح کولو سره به وسله وال طالبان وټکوي مګر په حقيقت کي د پاکستان نظامي واکداران غواړي دنړيوالو په ځانګړي توګه دامريکا متحده ايالاتو اودهغوی متحدينو په سترګو کي خاوري واچوي ځکه چي د قبايلو په پلمه خپل لاس پوڅي طالبان او ترهګر په درنو او سپکو وسلو سمبالوي.


دپاکستان استخباراتي کړيو له خپلو روزل شويوطالبانو او ملايانو سره روغه يوازي ددي لپاره کړي ترڅووکولای شي چي دطالبانو ليکي يوځل بيا منظمي اودهغوی مشران لکه بيت الله مسعود ، ګل بهادر ، مولوي نذير او منګل باغ سره متحد کړي ترڅو دافغانستان ددولت او نړيوالوځواکونو په وړاندي سره ټول يولاس شي او خپل تخريبي او تروريسيتي فعاليتونه دپاکستان پر ځای افغانستان او سرحدي سيمو ته يي وغزوي لکه چي دپاکستاني طالبانو يوتن مشر په دي وروستيو کي له پاکستاني طالبانو غوښتي دي ترڅو په پاکستاني فوځيانوانتحاري اوبمي بريدونه ونکړي ځکه چي په داډول بريدونو سره مجاهدين بدنامه کيږي ، حال داچي دپاکستان فوځ دافغانستان دفوځ او دولت په پرتله له امريکا څخه دوه برابره نظامي اومالي مرستي ترﻻسه کوي نو بيا ولي دهغوی ملايان او قوماندانان په خپل هيواد ، هيوادوالو ، فوځ اوښوونځيو درديږي اودخپل دولت سره مذاکرات او سوله کوي او زمونږ هغه هيوادوال چي دپاکستان ديو څو جعلي او خرڅ شويو ملايانو په خبرو دوکه شوي دي او دطالب په نوم زمونږ په هيواد کي هرډول ناروا او غيراسلامي او غيرانساني کړني ترسره کوي ولي دخپل هيوا د او هيوادوالو په اړه فکر نه کوي اخر دوی دهمدغي خاوري بچيان دي او دغه درديدلي ملت هم حق لري ترڅو يو اباد ،پرمختللی او سوکاله هيواد ولري .


د لر او بر پښتانه ، دسرحدي سيمو اولسونه اوقومي مشران دي دپاکستان داستخباراتي کړيو له نوي لوبي څخه ځانونه خبر کړي او په دي خبره دي باور ولري چي دسوات اوباجوړ له طالبانو سره مذاکرات او جوړجاړی په حقيقت کي د طالبانو سمبالول او پياوړي کول دي په دي معنی چي پاکستان غواړي طالبان يوځل بيا منظم او زمونږ سرحدي سيمو ته يي دتخريبي او ناوړو فعاليتونو لپاره واستوي بي ګناه مسلمانان پري ووژني او له بل پلوه د پښتنو سيمي نا امنه او بدنامه کړي .
په درنښت