کور / تازه خبرونه / روسيې هم له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وكړ

روسيې هم له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وكړ

د روسيې حكومت د امريكا له هغه پاليسۍ څخه ملاتړ وكړ چي وايي له طالبانو سره دي خبري وسي.
د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير الكسي بوروډاوكين د انټرفاكس خبري اژانس ته وويل، هيواد يې د افغان حكومت او منځلارو طالبانو ترمنځ له خبرو څخه ملاتړ كوي.
د طالبانو او حكومت ترمنځ د خبرو ملاتړ د مارچ پر اوومه د امريكا ولسمشر باراك اوباما هم وكړ، چي په هغه پسې د افغان حكومت له خوا په دې اړه د پرمختګ خبرونه هم خپاره سول.
روسيه تر امريكا دمخه د طالبانو د حكومت پر مهال د طالبانو د مخالفي شمالي ټلوالي له كلكو پلويانو څخه وه، چي د پيسو او وسلو مرستي به يې ورسره كولې.
د امريكا حكومت او بهرني هيوادونه د منځلارو طالبانو سره د خبرو وړانديز كوي، خو افغان حكومت وايي طالبان دي په تندلارو او منځلارو نه، بلكي په افغان او بهرنيو (د القاعدې په غړو) سره جلا سي.