د روزګان په ولايت كي درې اسټراليايي پوځيان له خپل يوه افغان ژباړن سره ټپيان سوي دي.
د اسټراليا د دفاع وزرات وايي دغه پوځيان په ګزمه وتلي وو، چي د طالبانو له بريد سره مخ سول، جنګ وموښتئ او پورتنۍ مرګ ژوبله رامنځته سوه، چي وروسته ژوبل سوي پوځيان او ژباړن په روزګان كي د هالنډي پوځيانو روغتون ته د څرخكي په وسيله انتقال سول.
د اسټراليا يو پوځي تېره اونۍ په دغه ولايت كي وژل سوى هم وو، او بلي خواته پرون د اسټراليا حكومت اعلان وكړه، چي د هيواد ۲۸ فيصده كسان يې په افغانستان كي د پوځيانو په ماموريت راضي دي او نور ټول ولس له افغانستان څخه د اسټراليايي پوځيانو د وتلو غوښتنه كوي.