کور / تازه خبرونه / د آريانا ټلوېزون خبريال خوشي سو

د آريانا ټلوېزون خبريال خوشي سو

 
د افغان استخباراتو له خوا د آريانا ټلوېزون نيول سوى خبريال اجمل عالمزى تر تحقيقاتو وروسته خوشي سوى دئ.
د بې سرحده خبريالانو ټولني د افغانستان د حكومت له خوا د ژورناليستانو پر نيولو او وژلو اندېښنه ښودلې او له حكومت څخه يې د امروز ټلوېزون د خبريال فهيم كوهدامني د ژر خوشي كېدو غوښتنه هم كړې ده.
اجمل عالمزي تېره اونۍ په يوه پروګرام كي د طالبانو دوه پخواني لوړ پوړي مشران مولوي وكيل احمد متوكل او ملا عبدالسلام ضعيف د آريانا ټلوېزون سټډيو ته او طالب وياند قاري يوسف احمدي د ټلېفون پر كرښه مېلمه كړى وو، چي په افغانستان كي د سولي پر پروسه، او د امريكا پر نوې پاليسي سره ږغېدل.
كه څه هم ملي امنيت د اجمل عالمزي د نيولو سپيناوى نه دئ كړئ، خو د آريانا ټلوېزون مشر احسان الله آرينزى وايي ښايي د هغه د نيولو علت همدغه پروګرام وو، خو د نوموړي په وينا په دې پروګرام كي د افغانستان امنيت ته د خطر كومه خبره نه ده سوې.
بلي خواته د امرزو خصوصي ټلوېزون چلوونكى فهيم كوهدامنى هم د افغان حكومت له خوا په دې تور نيول سوى، چي د ټلوېزون ځيني خپروني يې د افغاني كلتور او مذهبي پابنديو مخالفي دي.