کور / تازه خبرونه / چارواكي: پارلماني حكومت ستونزي نه سي اوارولاى

چارواكي: پارلماني حكومت ستونزي نه سي اوارولاى


د افغانستان حكومت د ګارډين ورځپاڼي هغه راپور په كله رد كړ، چي وايي امريكايي مقامات په افغانستان كي د رياستي پر ځاى د پارلماني نظام د رامنځته كولو په هڅه كي دي.
د سې شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست وياند همايون حميدزاده وويل، چي د افغانستان د اساسي قانون له مخي د حكومت ډول رياستي دئ، او پارلماني د اوسنيو ستونزو د علاج درمل نسي جوړېداى.
د برتانيې د ګارډين ورځپاڼي روانه اونۍ يو خبر خپور كړ، چي امريكا غواړي د روانو ستونزو د مخنيوي په خاطر د ولسمشر حامد كرزي ترڅنګ صدراعظم كښېنوي، چي له مخي به يې د حامد كرزي اختيارات كم سي.
په افغانستان كي له رياستي نظام سره مخالفت اصلاً د پخوانۍ شمالي ټلوالي د مشرانو له خوا چي اوس په يوه جبهه كي سره راټول سوي دي، وخت پر وخت كېږي، چي د افغان كارپوهانو په وينا ښايي د دې ټلوالي ځينو غړو د امريكا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك ته رياستي پر ځاى د پارلماني نظام د جوړېدو وړانديز كړى وي.
ګارډين د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك په حواله پورتنى خبر خپور كړى و، خو هولبروك وايي ده په دې اړه هيڅ هم نه دي ويلي.
افغان كارپوهان وايي پارلماني نظام هغه ناكامه نسخه ده، چي د مجاهدينو د حكومت پر مهال به، رئيس د كابل د ارګ او صدراعظم د چار آسياب ولسوالي په سنګرونو كي ناست وو، او پر يو بل به يې توغندۍ اورولې، چي له كبله يې د كابل ۶۰۰۰۰ ښاريان ووژل سول.