کور / تازه خبرونه / م.م: ښايي له طالبانوسره په خبرو كي پرمختګ وسي

م.م: ښايي له طالبانوسره په خبرو كي پرمختګ وسي


د ملګرو ملتونو سياسي اداره يوناما وايي له طالبانو سره د افغان حكومت د خبرو اترو پرمختګ ډېر وخت ته اړتيا لري.
د دغي ادارې يوه چارواكي پرون په كابل كي خبريالانو ته وويل، ملګري ملتونه د افغان حكومت او طالب جنګياليو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ كوي، او ښايي په راتلونكې يوه مياشت كي په دې باب يو د پام وړ پرمختګ وسي.
ملګري ملتونه په داسي حال كي د خبرو د پرمختګ خبر وركوي، چي تېره اونۍ افغان حكومت اعلان وكړ، چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار خبرو ته حاضر سوي دي.
سره له دې چي افغان حكومت وخت پر وخت په دې باب د پرمختګ خبرونه وركوي، خو طالبان د حكومت ادعاوي ردوي او وايي چي ترڅو بهرنيان په افغانستان كي مېشت وي، دوى هيڅ راز خبرو ته نه حاضرېږي.