د امريكا د متحده ايالاتو حكومت اعلان كړى، چي د جمعې په ورځ به د افغانستان په اړه نوې پاليسي اعلان كړي.
امريكا د نوي ولسمشر باراك اوباما د واك ته رسېدو سره سم د افغانستان په اړه د نوي پاليسۍ د جوړېدو اعلان وكړ.
باراك اوباما وايي افغانستان يې د بهرنۍ پاليسۍ په سر كي ځاى لري.
تېره مياشت د افغانستان د كورنيو او دفاع وزيرانو او د ملي امنيت رئيس هم د امريكا په بلنه په نوې پاليسي كي د ځينو اصلاحاتو او نظر غوښتنه دپاره واشنګټن ته تللي وو.
امريكا وايي په نوې پاليسي كي به د افغانستان څخه د امريكايانو د وتلو نېټه هم شامله وي، د افغان امنيتي ځواكونو شمېر به دوه چنده كېږي، او له طالبانو سره به د جنګ پر شدت سربېره د خبرو لاره هم په پام كي نيول سوې وي.