کور / شعر / غزل

غزل

ماشوم چې تی وروي شونډو ته یې وینـــــــه راشي
څـــــه تجربه او ریاضت غواړي چې مینـــــــه راشي؟


 دزړګي مراندې مې شـــوق وتخنـــوي هغه شېبـــــه
بوی دخولې مې چې دیار لــــه سپین جبینــه راشي


چې شړشم ګل وي زه او یارمې ترینه خوند اخـــــلو
الله دې وکړي چې یــوه ورځ داسې رنګینــــه راشي


 دخپــــــلې خـــــاورې لـــه غنمینې مړۍ ډېرشرمیږم
چې مسلمان یمـــه په خـاوره مې بې دیـنــــه راشي


دبختیارنور غزل لـــــــه شوخــــــــــــو کلمــاتو جوړ وي
پکې یوه نیمـــــه مصرعـــه هسې غمــــــګینه راشي