کور / تازه خبرونه / تركيه د حامد كرزي او آصف زرداري مېلمستيا كوي

تركيه د حامد كرزي او آصف زرداري مېلمستيا كوي


تمه ده چي د افغانستان ولسمشر حامد كرزى او د پاكستان ولسمشر آصف زرداري به را روانه مياشت په انقره كي سره وويني.
ولسمشر كرزي په ۲۰۰۸ كال هم له ښاغلي زرداري او په ۲۰۰۷ كال له پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف سره په تركيه كي كتلي وو.
افغان او پاكستاني مشران دواړه په وروستيو مياشتو كي له يو لړ داخلي سياسي ستونزو سره مخ دي.
د افغان مشر سياسي مخالفين له نوموړي څخه دوې مياشتي وروسته د استعفا غوښتنه كوي، خو د آصف زرداري په وړاندي بيا د نوازشريف مخالفت او د قاضي القضات چوهدري افتخار له خوا د هغه د اختلاص او خيانت د پخوانيو دوسيو د څېړني خطرات موجود دي.