کور / تازه خبرونه / پولنډ افغانستان ته نور پوځيان لېږي

پولنډ افغانستان ته نور پوځيان لېږي

د پولنډ صدراعظم وايي افغانستان ته به د دوبي تر پاى ته رسېدو دمخه ۴۰۰ پوځيان ولېږي.
صدراعظم ډونالډ ټسك وايي دغه پوځيان به د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو تر انتخاباتو دمخه په افغانستان كي ځاى پر ځاى سي.
پولنډ افغان ماموريت ته پخوا هم ۱۶۰۰ پوځيان رالېږلي چي په غزني ولايت كي د امريكايي پوځيانو سره په ګډه د طالبانو پر ضد جنګېږي.
د پولنډ حكومت پر داسي مهال افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو فيصله كوي چي اسټراليا د نورو پوځيانو له لېږلو څخه انكار وكړ، او د امريكا ولسمشر باراك اوباما له ناټو څخه د نورو پوځيانو د لېږلو غوښتنه كوي.