کور / تازه خبرونه / کابل : د نن ورځي خپرو شوو ورځپاڼو ته کتنه

کابل : د نن ورځي خپرو شوو ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۲۴ نیټه.

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د برطانیې د ابزرور ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا طالبانو ته سیاسي نماینده ګۍ جوړوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر ویلیم ووډ په حواله لیکلي دي چې امکان لري چې د طالبانو یو شمیر مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه لرې کړاې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا له طالبانو سره د خبرو لپاره روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې له طالبانو سره د پخلاینې بهیر جدي کیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې افغانستان کې شتو ستونزو ته په پام سره لیکلي دي چې د اوباما دنده د عراق په پرتله په افغانستان کې سخته ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ګارډین ورځپاڼې هغه راپور ته په اشارې چې ویلي دي امریکا غواړي د ولس مشر کرزي ترڅنګ د اجرایوي رئیس په توګه یو بل کس وګماري لیکلي دي چې افغانستان ته باید د تجربو د ازمویلو د لابراتوار په توګه و نه کتلې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د یو افغان کارپوه په حواله لیکلي دي چې امریکایان د افغانستان د خلکو په فکر کې ندي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر هم ورکړې دې چې د هیواد په جنوبي سیمو کې تړل شوي یو اتیا ښوونځي بیرته پرانستل شویدي.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د ولس مشر بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې له افغانستان څخه وتل د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د برطانیې د صدراعظم په حواله لیکلي دي چې د القاعده مرکز له افغانستان نه پاکستان منتقل شوې دې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د براوون په نقل لیکلي دي چې القاعده د پاکستان په شمالي سیمو کې خپل مرکزونه جوړ کړي او هڅه کوي چې په برطانیې حملې وکړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کې د ګانډیو هیوادونو رول ته په اشارې د اټالیا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې ایران باید چې د جي اتو په غونډه کې چې په اټالیا کې جوړیږي ګډون وکړي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ګارډین ورځپاڼې په هغه راپور تبصره کړې چې ویلي دي چې امریکا غواړي د خپلې نوې ستراتیژۍ له مخې په افغان حکومت کې د فساد د مخنیوي لپاره یو جګ پوړې چارواکې وټاکي چې د صدراعظم په توګه به کار کوي او د ولس مشر اکثره اجرایوي ځواک به پخپل لاس کې اخلي.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د امریکا په ستراتیژۍ کې دا ډول بدلون غیر ضروري بللې او د یو داسې چارواکي ټاکل يې تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس همخ پخپله سرمقاله کې د ګارډین ورځپاڼې په وروستي رپورټ تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري نه مداخلې ته.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د روانو چارو په افغاني کولو ټینګار کړې او لیکلي دي چې د سولې د تینګیدو یوازنۍ لاره همدا ده.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ولسي جرګې د تیرې ورځې پریکړه راغستې چې له مخې يې د هیواد د امنیتي ادارو چارواکي ددې جرګې غونډې ته وربلل شوي څو د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

ورځپاڼې د افغانستان په شمالي سیمو کې لوږې او بیوزلۍ ته په اشارې په یو مطلب کې دا خبر ورکړې چې خلک ډله ډله له شمالي سیمو نه وځي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا د ملي جبهې فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي چې د حکومت دغه اپوزسیون فرصتونه له لاسه ورکوي.