کور / تازه خبرونه / بهرنيو پوځيانو افغان ډرايور وواژه

بهرنيو پوځيانو افغان ډرايور وواژه


د ناټو ځواكونو منلې چي د سې شنبې په ورځ يې پر يوه افغان ملكي كس ټكان كړي او وژلى يې دئ.
پېښه د لوګر په پل علم كي هغه مهال رامنځته سوې، چي د ناټو پلي پوځيانو يوه موټر چلوونكي ته لاس وركړى او هغه ځني تېر سوى دئ.
د ناټو پوځيان وايي نوموړي كس موټر ډېر تېز روان كړى وو، او د دوى له پرله پسې غوښتنه سره سره يې ونه دراوه.
ناټو زياتوي چي پر ياد سوي موټروان لومړى هوايي او بيا مستقيم ټكان وسول، چي له امله يې هغه تر زخمونو وروسته په روغتون كي ساه وركړه.