افغان حكومت وايي د بهرنيو پوځيانو سته والي ته تر هغه وخته اړتيا ده، چي د هيواد پوځ او پوليس يې پر پښو درېږي.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند همايون حميدزاده په كابل كي يوه خبري كنفرانس ته وويل چي افغان پوځ او پوليسو د خپلي خاوري د دفاع وړتيا تر لاسه كړه، هغه وخت نو بهرنيو پوځيانو ته اړتيا نسته.
د افغانستان حكومت پر داسي مهال د بهرنيو پوځيانو پر سته والي ږغېږي، چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما دوې ورځي وړاندي په ټينګار سره وويل، چي په نوې افغان پاليسي كي بايد د عراق په څېر له افغانستان څخه هم د امريكايي پوځيانو د وتلو نېټه په ډاګه سي.
افغانستان دا مهال ۸۰۰۰۰ پوځيان او د سلو زرو په شاوخوا كي پوليس لري، چي پوځ يې د وړتيا او نظم له بابته تر ډېره حده له نيوكو خلاص دئ، خو پر پوليسو يې د رشوت، غلاوو، بې نظمۍ او غير بشري كړنو نيوكي كېږي.
د يادولو وړ ده چي د افغان پوځيانو روزنه د امريكايي او پوليسو دا د الماني ټرېنرانو له خوا ترسره كېږي.