ملي پيوستون وايي په زابل ، کاپيسا او بدخشان کي يې په لسګونو بېلابېلي پروژې ګټي اخستني ته وړاندي کړي د ي.
د ملي پيوستون پروگرام لخوا لراوبر ته د رسيدلي خبرونو له مخي پنځه ويشت پروژي څه دپاسه دنولس ميليونه اوه سوه اويولس زره افغانيوپه لګښت په دي ورستيوکي دز ابل په ولايت کي ګټي اخستني ته وړاندي شوي .
دزابل ولايت دملي پيستون پروګرام دمسوولينوپه وينا داپروژي د دري ديرش کيلومتره سرک جوړ چي شگه هم ورباندي اچول شوي ،ديوزراوڅلورسوه اويامتره دسړک دغاړي ويالې پخولو،څلورپل ګوټو،يوسل اواته څلويښت متره سيل بر،دوه سوه متره کانال ،څلوروټولنيزومرکزونوپه پاخه اواساسي توګه جوړوني،يوسل اودوه ويشت نيمه ژوروڅاګانودکيندني چي لاسي پمپونه نه هم ورباندي درول شوي،اودشپاړس زره پنځه سوه اواوه څلويښت متره کاريزپاکولوڅخه عبارت دي .
منبع ز ياتوي : داپروژي دزابل ولايت په شاه جوي،جلدک اونورک ولسواليوکي بشپړي شوي اودري زره شپږسوه اواته نوي کورني ورنه ګټه اخلي .
د يادوي شوې ادارې لخوا په يوه بل خبر کي ويل شوي چي د ملي پيوستون پروګرام لخوا پنځه پروژي په دي وروستيو کي د کاپيسا په ولايت کي هم ګټي اخستني ته وړاندي شوي دي .
خبر زياتوي چي ددي ولايت د ملي پيوستون پروګرام د مسوولينو په قول په دي پروژو کي په پاخه و اساسي ډول ددولس پل ګوټو او داوه سوه متره سړک جوړول او شګي اچول او دڅښاک اوپو د لسو څاګانوويستل شامل دي .
په پروژو چي د کاپيسا ولايت دنجراب په ولسوالي کي بشپړي شوي پو ميليونو اوه سوه اته نوي زره افغانی لگیدلی او پنڅه سوه دري اويا کورني ورنه ګټه اخلي .
ديادونو وړ ده چي د کاپيسا په ولايت کي دملي پيوستون پروګرام لسګوني پروژي تر کار لاندي دي چي دير ژر په ګټي اخستني ته وړاندي شي .