کور / راپور / د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې دريمه غونډه

د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې دريمه غونډه


مصور خپرندوى بنسټ خپله د كره كتنې دريمه مياشتنۍ غونډه د ۱۳۷۸ هجري لمريز كال د كب د مياشتې په ديرشمه نيټه د جمعې په ورځ په كابل كې د ميديوتيك په دفتر كې جوړه كړه .


په دغه غونډه كې چې تر ډيره د ماشومانو لپاره شعر ته ځانګړې شوې وه لومړى اجمل تورمان د ماشوم ته به څنګه شعر ليكو تر سرليك لاندې خپله مقاله ولوستله او ورپسې له كنړ نه راغلي شاعر محمد نواز حقيقت هم د ماشومانو لپاره خپل ليكلي شعرونه د غونډې ګډونوالوته ولوستل شول .


چې ښاغلي محمد نبي صلاحي ، امير جان وحيد احمدزي ، ارش ننګيال ، نصرت الله الهام ، ابراهيم هوتك او اجمل تورمان پې خپل نظرونه څرګند كړل .


د غونډې په ورسته برخه كې د مصور مجلې لومړۍ گڼه د غونډې په ګډونوالو ولوستل شوه .


ټاكل كې شوې ده چې د مصور بنسټ د وري د مياشتې په غونده كې كيسه ليكوال او كره كتونكى استاد اسد الله غضنفر د ماشوم په كيسه او د هغه په نثر يو پراخ ليكچر وركړي .