د امریکا د ولسمشر بارک اوباما افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک په بروسل کې خبریالانو ته وویل چې دی د برېطانوي ورځپاڼې ګارډین هغه خبر په کلکه ردوي چې ګواکې امریکا او د اروپا ټلواله پدې لټه کې ده چې په افغانستان کې د ولسمشر کرزي ترڅنګ د لومړي وزیر چوکۍ رامنځته کړي.
هولبروک وویل دی نه پوهیږي چې دا ورځپاڼه د څه شي په اړه خبرې کوي.
هغه دا ډول وویل چې په افغانستان کې کړۍ شته چې د لومړي وزیري سیستم نه ننګه کوي ولې کوم څه چې په ډاګه دي هغه پدغه هیواد کې د اساسي قانون شتونوالی دی.
د ګارډین ورځپاڼې لیکلي وو چې امریکا هڅه کوي په خپله نوې ستراتیژۍ کې د صدارتي نظام نه ملاتړ وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه