د ننګرهار د ښځو چارو رئيسه شيلا بابري وايي افغان دولت د ښځو چارو وزارت د يو سمبوليک وزارت په توګه جوړ کړى چې پر مټ يې هسې د ښځو د حقونو څخه د ننګې بېلګه وړاندې کوي.
نوموړې له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې سره په يوه ځانګړې او نېمګړې پرېښې مرکه کې ويلي چې هغه د موټر نه لرلو تر څنګ په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ ده او په خبره يې ننګرهار کې ښځو ته د خدمت ډېرې چارې يې په شخصي هڅو ترسره شوي.
مېرمن بابري دغه راز وايي چې تر مشرۍ لاندې د ډېرو مسوليتونو لرونکي رياست ته يې د څلورو پياده ګانو په ګډون د شلو کارکوونکو سهم ورکړل شوى چې په غيرې مستقيمه وينا يې دا امکانات ښځو ته د خدمت په برخه کې شوې لاپې شاپې نه شي عملي کولاى.
د نړۍ تازه خپرې شوې ( د څلورم کال، ديارلسمه ) ګڼه کې مېرمن بابري د ښځو چارو وزارت تر څنګ د ننګرهار پر والي او بهرنيو موسسو هم نيوکه کړې چې هسې په نوم ښځه ښځه وايي خو په عمل کې څنګه چې ښځه د قدر وړ ده هسې ارزښت نه ورکوي.
له نړۍ اونيزې سره د مېرمن شيلا بابري مرکه له دې امله نېمګړې پاتې شوې چې په خبره يې والي صيب ورته غوسه کيږي.
د يادونې وړ ده چې دا نېمګړې شوې مرکه به ډېر ژر د لر او بر وېبپاڼې د لوستونکو په واک کښي ورکړل شي.