کور / تازه خبرونه / اسټراليا: ولس له افغان ماموريت سره مخالف دئ

اسټراليا: ولس له افغان ماموريت سره مخالف دئ


د اسټراليا حكومت وايي د هيواد ۶۵ فيصده نفوس يې افغانستان ته د نورو عسكرو له لېږلو سره مخالف دئ.
دا په داسي حال كي ده چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما له اسټراليا څخه افغانستان ته د نورو عسكرو د لېږلو هيله كړې وه، خو اسټراليا وايي ولس يې افغانستان ته د نورو عسكرو له لېږلو سره مخالف دئ.
د اسټراليا يوې ورځپاڼي په دې اړه د ۱۲۰۰ كسانو رايي خپري كړې چي ۶۵ فيصده كسانو يې مخالفت كړى دئ.
اسټراليا افغانستان كي ۱۱۰۰ عسكر لري چي ډېر يې په روزګان ولايت كي د ناټو تر ماموريت لاندي يې مېشت دي.