کور / تازه خبرونه / د مشهور طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

د مشهور طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

اسوشيېټيډ پريس آژانس خبر د يوه طالب قومندان د وژلو خبر وركړ.
د خبر له مخي د طالبانو دغه قومندان د ايتلافي ځواكونو له خوا د هلمند ولايت په كجكي ولسوالي كي وژل سوى دئ.
راپور زياتوي چي دغه قومندان مولوي حسن نومېدئ، پر هلمند ولايت سربېره يې په روزګان كي ولايت كي هم جنګيالي درلودل.
د مولوي حسن سره د لسو نورو ملګرو د وژلو ادعا هم سوې ده، خو طالبانو تر اوسه د خپل قومندان د وژني په باب څه نه دي ويلي.