کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خارجه وزارت كښي د سپنتا په اصطلاح ديموکراسي

خارجه وزارت كښي د سپنتا په اصطلاح ديموکراسي


محترمو لوستونکو د دموکراتیکو اصولوپه پام کی نیولو سره  او د بیان د آزادی پر بڼــسټ غواړو د بهرنیو چارو په وزارت کی ځینی ترخه حقیقتونه چی ډیری نیمګړتیاوی په ګوته کوی د چارواکو او ګرانو هیوادوالو درانه حضورته وړاندی او د هغوی له خوا د رغنده ګامونو د پورته کولو او د عدالت دپلی کولو په موخه د وطنوالو د قضاوت په هیله تاسو ته دخپریدو د پاره وړاندی کوو.  هیله مندیو چی په خپریدو سره یی دچارو د ښه سمون دپاره خپله ناپیلی او وطنی دنده تر سره کړی .
څرنګه چی ټولو هیوادوالو ته جواته ده د بهرنیو چارو وزارت یو د هغو مهمو او بڼسټیزه  وزارتونو څخه دی چی د افغانستان د بهرنی سیاست جوړونکی او په نړیوال ډګر کی  د هغه سیاست پلی کوونکی بلل کیږی او په همدی بڼست اړینه ده چی په دی وزارت کی دهر قوم او توکم پوری تړلی کسان د فیصدی ( دهر قوم دوګرو دزیات والی او کم والی ) او یو معقول معیارله مخی وټاکل شی خو په خورا خواشینی باید ووایو چی د بهرنیو چارو په وزارت کی ټولی ټاکنی د ښاغلی وزیر او دنوموړی دڅو محدودو سلاکارانو د سلیقی په مطابق تر سره کیږی او له پښتنو څخه د کرکی له امله پښتانه نشی کولی چی (د ټولو اړینو شرایطو د درلودلو سره سره) په بهرنیو چارو وزارت کی د کار او خدمت جوګه شی ځکه د هغوی د آزموینی پاڼی له کتلوڅخه مخکی  په باطله دانی کی پریوزی  . چی وروستنی ټاکنی په وزارت کی زمونږ  ددغی ادعا ډیر ښه ثبوت دی په وزارت کی دننه  په پښتون توکم پوری تړلی کسان ( پښتانه) د راز  راز  پلمو په کارولو لکه  د اداری اصلاحاتو په پلمه پدی ډول آزموینو  کی بریالی نه بلل کیږی  شی ځکه د نوموړی کمیسیون او آزموینی اخستلوغړیوجوړښت ټول دپښتنو ضد کسانو څخه جوړ شوی. ځینی ناکاره څیری چی وزارت یی د فساد په مرکز بدل کړی  لکه ښاغلی( مرادیان) هراتی چی خپله په اخلاقی فساد ککړ او (Gay) دی او له اخلاقی پلوه ددی ډول انسان اوسیدل دیوه اسلامی هیواد په حکومتی چاروکی او هغه هم د پریکړو او تصمیم نیولو په برخه کی خپله  د پوښتنی وړ ده ځکه دا ډول انسانان هڅه کوی چی په خپل شان کسان په خپل شاوخواکی ووینی بل یی ښاغلی پویش (هراتی )چی د وترنری دپوهنځی محصل دی مگر په وزارت کی دټاکنو (د کادر او پرسونل ) دمدیر په توگه ټاکل شوی نو هر سالم او احساس لرونکی  انسان هرو مرو دا سوچ کوی چی دڅارویو طبیب به دخپلی کومی پوهی پر بڼست د دیپلوماتانو د ټاکنو په برخه کی په ښه شان دنده او سالمی کړنی تر سره کړی . ښاغلی بهیــن( هراتی ) چی د وزیر د ویندوی دنده تر سره کوی چی دی دحفیظ الله امین د خوفناکه استخباراتی مرکز یعنی داسدالله سروری د اګسا دمشر د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله چی اوس یی رئیس د یاد شوی مرکز د جنایاتونو په تور تر محاکمی لاندی دی او مرستیال یی چی دپوځی مخابری په برخه کی زده کړی کړی وی اوس د بهرنیو چارو یو بی کفایته ښاغلی بهین ویندوی دی او د دیپلماتیکو چارو په اندول خپل نظرونه وړاندی کوی او د ناقانونه وزیر(سپنتا)  تر حمایی لاندی دی لازمه خو دا وه چی دی دخپل رئیس په شان د خلکو محاکمی ته را کښل شوی وای  او د خندا وړ خو لا داده چی پدی وروستیو ورځو کی ښاغلی بهین د هغه د تیرو جنایاتو په بدل کی په چین کی د افغانستان دنوی سفیر په توګه مقرر شویدی چی باید هیڅکله نه وای شوی تعجب !!
 ښاغلی عظیمی (هراتی ) ددفاع د وزارت  د ویندوی ظاهر عظیمی  زوی چی په وزارت کی یی دپلار دسفارش او هراتی والی د امتیاز په  درلودلوسره د بهرنیو چارو په وزارت کی په  دنده وگمارل شو نوموړی د ډیرو اوچتو تبلیغاتو په ترڅ کی د حاضری سیستم په کمپیوټری بڼه واړاوه چی په  نوموړی سیستم باندی تر څلویښت زرو ډالره زیاته خرچه راغله خو یاد شوی سیستم هم تر یوی میاشتی زیات کار ونکړ او دحاضری سیستم بیا پر هماغه پخوانی څیر بدل شو خو چا د هغو برباد شوو اسعارو پوښتنه ونسوه کړای او داسی نوری په لسگونه بیلگی هم  شته چی دلته یی د یادولو څخه ډډه کوو د دغو بی عدالتیو او ناقانونه کړنولوی لامل ښاغلی سپنتا دی چی نوموړی هم د خپلی پخوانی موخی (ارتجاعی) توب او توکم پالنی  پر بڼست هیڅکله نه غواړی چی پښتانه  آند ددوی دقومی جوړښت پر بڼست هم په دی وزارت کی ځای پرځای شی.
 د لومړی او دوهم بستونه ټیکه داران خو ښاغلی وزیر او معین صاحب دی او په نوموړو بستونوکی څوک دکاندیدکیدو واک او اختیار نلری ځکه نوموړی بستونه دپورته یا د شوو ښاغلو دخاصو او ځانگګرړو دوستانو او آشنایانو دپاره ځانګړی شوی دی  د وزارت ټول رئیسان او لوی مدیران لکه سیاسی مدیران او داسی نور لوړپوړی  چارواکی  ټول په نورو توکمونو پوری اړه لری او د بیلګی په توګه یو هم پکی پښتون ندی .  دغه  د تبعیض نه ډک دریځ دپښتنوپه مقابل کی د پخوانی وزیر ښاغلی ډاکټر عبدالله په وخت کی هم په دغه وزارت کی تر سترگو  کید ه یوازینی توپیر د پخوا او اوس تر منځ دادی چی په هغه مها ل کی زمونږ  پنجشیری ورونه او خویندی او اوس زمونږ هراتی تاجک توکم او هزاره هیواد وال د بهرنیو چارو وزارت له  دغو ځانګړتیاو څخه برخمن کیږی اوبس .
دښاغلی سپنتا په ټاکلو سره د بهرنیو چارو وزارت دمسول په توګه ددی وزارت کارکونکی په دی هیله  وه چی ښاغلی وزیر به ددغه وزارت دپاره یو مناسب کاری مهال وبش دټــولو قومونو د ونډی اخستلو سره په دننه وزارت او له هیواد څخه بهر کی جوړ او یو عادلانه سیستم به چی ټولو ته د مننو وړ وی دخپلی کړنلاری په سرکی وټاکی خو د نوموړی د کار په پیل سره دښاغلی سپنتا ( نشنالستی ) او (فیمنستی ) اصلی څیره بربڼ شوه دښاغلی وزیر او د هغه  د بی لاری  ټیم په هڅه  د وزارت ماحول   دیوه غیر اخلاقی او فاسد چاپیریال په بڼه واوښت  د پوړنی پر سرکول چی زموږ یو افغانی او اسلامی دود او دستور دی دڅو تنو وزیر پلوه  او ښځینه کارکونکو له خوا په خورا بیحیایی د دیموکراسی په پلمه له سر څخه لیری کړای شو چی ددوی دی ډول کړنو د وزارت او له  وزارت څخه بهرو خویندو پر افغانی او اسلامی روحیه  باندی ناوړه تاثیر کړی او له بده مرغه دا دول ښځینه کارکوونکی د نورو مستحقوکارکونکو څخه دمخه په بهرکی په دنده ګمارل کیږی   که وویل شی چی د بهرنیو چارو وزارت اوس په یوه رسمی بد اخلاقه او فاسد مرکز بدل شوی نو بی ځایه به نه وی  .
زمونږ  ډیر هیوادوال (پرته له پښتنوڅخه) په مرکز کی مخکی تر دری کالو دندی تر سره کولو په بهرکی په  دنده ګمارل کیږی . او ډیر پخوانی کار کوونکی هر وار په خورا ناهیلی وینی چی د دوی دسترګو په وړاندی داسی کسان له هیواد څخه بهر په دنده ګمارل کیږی چی نه یوازی د دندی سرته رسولو وړتیا او تجربه نلری ورسره لوړ تحصیلات هم  نلری د یاد شویو کار کونکو یوازینی ځانګړتیا داده چی په ځانګړی توګه له ښاغلی سپنتا سره خاصه پیژندګلوی لری یا د هرات ولایت پوری اړه  او یا هم هزاره او یاتاجک توکمی دی څرنګه چی د وزارت ټولی ټاکنی د وزیر او د هغه دڅوتنو محدودو سلاکارانو تر څارنی لاندی تر سره کیږی نو په همدی موخه  دافغانستان په سیاسی نمایندګیو کی ددوی د دسلیقی مطابق نوی او بی تجربی کسان استول کیږی چی دوی نه یوازی څه لاس ته راوړنی نه لری ورسره  د ډیرو اداری او سیاسی ستونزو لامل هم ګرځی.
               ددی ډول کارکونکو شمیر چی په غیر معیاری توګه له پورتنیوامتیازاتو څخه برخمن کیږی خورا ډیر دی د دوی ډیری یوازی په دری ژبه لیک لوست کولی شی او بهرنی ژبه هم دلته وزارت کی د کورسونود ویلو په ترڅ کی زده کوی  یعنی دافغانستان په بله ژوندی ملی ژبه  یعنی پښتو سره هم بلدیت نه لری دا ډول کسان چی دټـولو توکم تاجک هزاره او یا ازبک دی ځینی د دوهم ځل دپاره په بهر کی په دندی ګمارل شوی دی  یوشمیر په پراشوتی توګه په بهر کی دمقاماتو دلید لور (لزوم دید) تر سرلیکی لاندی په دندی ګمارل شوی ځینو دا دول هیوادوالوڅو د بیلګی په توګه هم د بهرنیو چارو وزارت ندی لیدلی  حال داچی د بهرنیو چارو وزارت ډیر پخوانی کارکونکی چی تر لسو کالو د دندی دسرته رسولو تجربه او وړتیا هم لری او په بهر کی ددغو دندو اصلی حقداران او خاوندان بلل کیږی د پرله پسی وړاندیزونو او شکایتونو سربیره یواځی د پښتون والی او نه پیژندګلوی په تور ګوښه کیږی او په خواشینی سره وینو چی دمیاشتو اوکلونو په تیریدو سره بیا هم په چاروکی څه سمون او  دعدالت پلی کول نه تر سترګوکیږی.
د ژبنی تعصب دنه کارولواو په اداری چارو کی دټـولو توکمونو د وندی او ګډون دشعارونو ترسرلیکی لاندی دلته (دبهرنیو چارو وزارت کی ) هر څه په بل ډول دی خواشینونکی خودا چی ددی وزارت ډیر کارکوونکی د توکمی او ژبنی ناوړه تعصباتو تر سیوری لاندی له خپله حقه په ناروا توګه بی برخی کیږی  .
ددی ناوړه تعصب او کرکی له امله ډیر پخوانی  کارکونکی له خپل حق څخه محروم او په یوه وژونکی انتظار کی پاتی کیږی او دا هم نده جواته چی د دوی انتظارته به څه مهال دپای ټکی ایښودل کیږی  او څه وخت به پدی وزارت کی یو معقول سیستم را مینځ ته کیږی  .
د بهرنیو چارو وزارت په اړه پورتنی یاد شوی مطالب د احساساتو او وچ تعصب پر بڼست نه بلکه ټول یی دترخو واقیعتونوپر بنست او هډوکی ته دچری درسیدلو له امله د کاغذ پرمخ راغلی او په هره برخه کی ډیری بیلګی شته چی داړتیا په مهال که  وغوښتـل شی هغه به هرومرو دهیوادوالو مخ ته ایښودل کیږی تر څوټــول په دی وپوهیږی چی دبهرنیو چارو په وزارت کی ( دیوه بام او دوه هوا ) متل کټ مټ کارول کیږی په دی معنا چی دپښتون توکم چی په افغانستان کی تر ټـولو لوی قوم د ځمکنی بشپړتیا  او دشمیرد فیصدی له  پلوه بلل  کیږی خو په خواشینی سره د بهرنیو چارو وزارت دټاکنو په بهیر کی  دقومونو د اندولیزی فیصدی  دنه پام کی نیولو سره دپښتون توکم سره یوه کړکجنه او ناخوالی کړنی تر سره کیږی دافغانستان په نمایندګیو اوپه هیواد کی دننه دپښتنوهیوادوالو  شمیر تر ټولو نورو توکمونو کم څه چی دنشت پر حساب  دی.یوشمیرهزاره تاجک او نورکارکونکی پرته له پښتنو څخه  له هر ډول ځانګړتیاوڅخه برخمن کیږی آند تر دی چی دنورو د حق ترپښو لاندی کول هم یوه معمولی کیسه بلل کیږی او یو شمیر نورپه ځانګری توګه پښتانه هره ناخوالتیا وینی او د موجودو ګواښونو له امله پته خوله او پتی سترګی پاته کیږی او هرڅه زغمی .
هیله مندیو چی ددی لیکنی دلوستلو څخه وروسته د وزارت لوړپوړی چارواکی د پورتنی تبعیض د زیاتیدو او یا غچ اخستلو پر ځای په خپلو کرنو کی بیا لید (تجدید نظر) وکړی او کوښښ وشی چی حق حقدار ته وسپاری او د چارو دسمون دپاره رغنده ګامونه پورته کړی پستنو تر اوسه دا روانه بی عدالتی زغملی  نور دی  د پښتنو د صبر او استقامت آزموینه نه اخلی دپښتنو  چپ پاتی کیدل دی  ددوی کمزورتیا نه بلکه دپښتنو کرکه دتاوتریخوالی او غیر قانونی کړنو څخه و انګیری که چیری بیا هم دبهرنیو چارو وزارت په روانو اداری چاروکی څه سمون تر سترګو نشی اویوه معقوله کړنلاره رامنځته نشی او ( په دری ژبه کی پشتون زدایی) په کلکه ونه دریـږی نو په هغه حالت  کی پـښتانه ډیر ښه پوهیږی او کولی شی چی دخپل حق دحاصلولو په موخه په هر ډول کړنو لاس پوری کړی پښتانه به لومړی په دقیق او مستنده توګه دا روانی بیعدالتی د میدیا له لاری د افغانستان د خلکو حضور ته وړاندی کا او وروسته به بیا په عملی کړنو لاس پوری کا  ځکه قانون خو وار تر مخه ددی وزارت دلوړپوړو چارواکو له خوا مات شوی او په دی بهیر کی به پښتانه او تجربه  لرونکی کارکونکی له هرډول ملامتیا معاف وی او مسولیت به یی د ښاغلی کرزی دحکومت د بهرنیو چارو د وزیر  پر غاړه وی .
زمونږ وړاندیز دادی چی زر تر زره دی په وزارت کی:
۱- یو کاری معقول سیستم را مینځ ته شی
۲- د وزارت دننه او بهر  سیاسی نمایندګیو کی دی په کارپوه او با تجربه کارمندان په دندو و ګمارل شی .
۳- په دندو ګمار کی دی توکمی انډول کاری تجربه لوړ تحصیلات پوهه او د هیواد  ملی ګټو ته د وفاداری معیار په کلکه په نظر کی ونیول شی .
۴ ټولی دفتری چاری دی په دوه ملی ژبو یعنی پښتو او دری باندی یوشان تر سره شی .
۵- د وزارت چاپیریال دی د موجوده اداری او اخلاقی فسادڅخه وژغورل شی .
۶- د پښتو ویونکو او لیکونکو د تحقیر او تهدید څخه دی په کلکه ډډه وشی .

په درنښت