په هېواد كښي د كار او ورځني ژوند د آسانتياوو د نه لرلو له امله هره ورځ ډېرى د كار ځواك (ځوانان) نورو ملكونو ته د كار لپاره ځي. چي له دي ډلي څخه يي ډېر اروپايي ملكونو ته په ناقانونه ډول تللي او د تلو تكل لري. چي بيا په لارو كي له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. ډېرى يي په سمندرونو كي په كښتيو كي ډوب شول، ډېرى هم د نورو ملكونو د پوليسو له خوا ووژل شول. او ډېرى هم تري تم كېږي چي بيا يي څوك له مړه او ژوندي نه خبرېږي. خو زموږ د ولسواكۍ ټېكه دار دولت تر اوسه په دي اړه هېڅ كوم كار ونكړ نه يي خپل اولس ته د يوي مړۍ ډوډۍ د پيداكېدو لاره برابره كړه، نه كار شته او نه يي هم كومه ورځ د خپلو ناقانونه مسافرو پوښتنه وكړه، چي زموږ مسافر په كومه ځي ولي ځي او له كومو ستونزو سره لاس او ګرېوان كېږي، د تلو لامل يي څه دى؟ همدا اوس د ۵۰۰۰ كسانو په شاوخوا كي له هېواد څخه تلونكي مسافر او د يوي مړۍ ډوډۍ د پيداكولو لپاره لا لهانده افغانان چي له هېواد څخه لومړى ايران، تركيي او بيا يونان ته ځان رسوي، د يونان په ښار كي په ډېر كړاو او ستونزو سره شپي ورځي سبا كوي. افغانستان هلته په يونان كي نه كوم سفارت لري او نه هم قونسلګري. هلته كه په افغانانو هره ستونزه راځي. نو داسي كومه اداره يا څوك نه شته چي غږ يي واوري.
جواد د دايكندي ولايت اصلي اوسېدونكى او د يونان د ۵۰۰۰ كسانو مساپرو له ډلي څخه يو دى چي په دي نژدي ورځو كي هېواد ته راستون شوى دى، نوموړى د خپل ځان په اړه داسي وايي:
((زما د ژوند ډېره برخه په ايران كي تېره شوي ده، د طالبانو د حكومت په وخت كي دوه ځله افغانستان ته راغلى يم. زه د اولادونو څښتن يم په هېواد كي مي وليدل چي هېچا ته هم د زدكړي زمينه نه ده برابره له همدي امله مي وغوښتل چي په هر ډول وي په يوه اروپايي دولت كي خپلو اولادونو ته دا زمينه برابره كړم څو هلته زدكړه وكړي.))
دا چي جواد ولي له هېواده يونان ته تللى، د تلو لامل يي څه و، څومره ستونزي او كړاوونه يي ګاللي دي او په څه ډول تللى دى له نوموړي څخه يي اورو:
((زه خپله په ناقانونه ډول تر يونان پوري لاړم، هلته چي پر افغان مساپرو څومره ظلمونه ما په خپلو سترګو ليدلي ډېر وحشيانه دي، هلته څوك افغان ته د انسان په سترګه نه ګوري. كه وهل كېږي او كه ټكول كېږي څوك نشته چي پوښتنه يي وكړي. نه هلته افغانستان سفارت لري او نه هم كومه قونسلګري. موږ چي د تلو هوډ وكړ ۲۸ نفره و. له دي ډلي څخه يوازي اته كسه ورسېدو، زموږ له ډلي څخه دري كسان كوردانو ونيول چي بيا له هغوى څخه هر يو د ۴۰۰۰ ډالرو په بدل كي خوشى شو. نور ټول څوك په لارو ونيول شول او څوك هم بېرته ايران ته واړول شول. موږ له ايران څخه تر يونان پورې۲۵۰۰ ډالره قاچاق وركړ، چي دا د دوه نيمو كلونو مخكي خبره ده. په اوس وخت كي له ايران څخه تر يونان پوري په منځني ډول په ۴۰۰۰ ډالره شاوخوا وړل كېږي.))
نوموړى په ايران كي ډېروخت اوسېدلى، هلته يي تر دوولسم ټولګي پوري زدكړي كړې. خو په ايران كي د تبعيض او له افغانانو سره د ناوړه چلند له امله يي هلته پوهنتون نه دى لوستى نوموړى په دي اړه زياتوي:
((ما په ايران كي تر دوولسم ټولګي پوري زدكړي وكړي خو پوهنتون ته ځكه لاړم نه، چي په ايران كي له دي امله چي زه يو افغان وم له ماسره ډېر تبعيض كېدو نو ځكه ما خپله هم ونه غوښتل چي هلته پوهنتون ووايم.))
يونان د اروپا يو سرحدي هېواد دى، د نورو اروپايي هېوادونو په ډول د كار ډېره آسانتيا په كي نشته. هلته چي مساپر ورسېږي، يوازي به پيسي لګوي، بلكي د پيسو د ګټلو او لګښت پيداكولو لپاره ورته هېڅ لاره نشته.
اروپايي هېوادو ته د مساپرو د تلو تر ټولو ستونزمنه سيمه د تركيي لاره ده. چي په ډېرو ستونزو سره يو مساپر كولاى شي د تركيي له سيمي څخه تېر شي. خو كله چي يونان ته ورسېږي بيا هلته له يو ډول نورو ستونزو سره مخ كېږي چي هلته ورته د اوسېدو لپاره هېڅ سم امكانات نشته، جواد زياتوي:
((په يونان كي د پاټرا په نوم د يونان او ايټاليا تر منځ يو بندر دى چي هلته د۵۰۰۰ په شاوخوا كي افغانان چي يو څه برخه يي نور قومونه لكه كرد، ايراني، عرب او پاكستانيان هم پراته دي. دوى هلته د پاټرا په سيمه كي له كارتنونو څخه خېمي جوړي كړي دي. ډېر په ستونزو ژوند كوي. نظافت په هېڅ توګه نه مراعات كېږي، تشناب نشته حمام نشته د ژوند هېڅ ډول آسانتيا نلري. هغه كسان چي په پاټرا كي اوسېږي ۹۹ په سلو كي په رواني تكليف بوخت شوي دي. چي لوى لامل يي توهين، سپكاوى، او د ژوند له هري آسانتيا څخه بي برخي كېدل دي.
له پاټرا څخه يو ډول نوي موټر دي چي ايټاليا ته په كښتيو كي پورته كېږي. موټروان له مسافر څخه له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰۰ پوري اخلي په موټر كي دي د ننه پټوي، په لاره كي موټر چك كېږي كه يي پيدانكړي نو نېكمرغه يې، په دي كښتيو كي له ۱۲ ساعتونو څخه تر ۳۶ ساعتونو پوري تېروي كله چي د ايټاليا له چك كولو څخه سلامت تېر شوي بيا دي په ايټاليا كي پرېږدي چي يوه نوي بدبختي له سره پيل كېږي.))
دا چي ډېرى كسان له يونان څخه ايټاليا ته په پټه ځي، آيا دوى ته به هلته د كار او ژوند امكانات برابر وي كه نه؟ جواد داسي وايي:
((په ايټاليا كي هم كار نشته هلته چي لاړ شي ټوله ورځ به دي دا كار وي چي د سهار په وخت به يوي كليسا ته ځې، غرمه بلي ته او د شپي لخوا بلي ته، ترڅو په كليسا كي وړيا ډوډۍ پيداكړي ځكه چي د ډوډۍ د پيداكولو لپاره له دي پرته بله لاره نشته، هلته همدا يو ځاى (كليسا) دى چي پوليس هېچا ته څه نه وايي.))
جواد په اروپا كي له دوه نيم كاله ژوند څخه هېڅ ګټه نه ده اخيستي او په يونان كي د مساپرو د ژوند په اړه خپل نظر داسي څرګندوي:
((دوه نيم كاله مي په يونان كي تېر كړل نه مي كار پيداكړ او نه هم بل كوم داسي هېواد ته په تلو وتوانېدم چي هلته د كار او ژوند څښتن شم. په يونان كي يوازي يو سور كارت دركوي او يوه پاڼه هم داسي اسناد دركوي چي ته كولاى شي هلته كار وكړي او و اوسېږې، نور هېڅ ډول امتيازات او امكانات نشته. كه دي كار پيداكړ كولاى شي كار وكړي خو په هېڅ صورت كي نه شي كولاى چي له يونان څخه كوم بل هېواد ته لاړ شې. ځكه چي په لومړيو كي چي كله يونان ته داخلېږي ستا ګوته اخلي، كله چي يي دي ګوته واخيسته بيا كه بل هر اروپايي هېواد ته لاړ شې، د پوليسو د نيولو په صورت كي دي بېرته يونان ته اړوي. ځكه چي د اروپايي هېوادونو په منځ كي يو داسي قرارداد دى چي هر ارويايي ملك ته چي مساپر داخلېږي هغوى د نوموړي ګوته اخلي بيا كه كوم بل اروپايي هېواد ته ځي د هغه هېواد پوليس به سمدلاسه نوموړى مساپر لومړي هېواد ته ور اړوي.
په يونان كي افغانانو ته يو امتياز وركړل شوى هغه دادى، كله چي دوى يونان ته داخلېږي، د دريو ورځو لپاره په كمپ كي ساتل كېږي وروسته له دريو ورځو څخه كارت وركول كېږي او خوشي كېږي. خو كه كوم ترك، كرد، ايرانى، عراقى او يا هم كوم بل څوك داخل شي د دريو مياشتو لپاره په كمپ كي ساتل كېږي. خو له بده مرغه اوس خپله دي امتياز هم افغانانو ته د ګټي په ځاى تاوان رسولى ځكه چي ډېرى د نورو ملكونو كسان د افغان په نوم يونان ته داخلېږي دوى چي په هر ډول ناوړه كارونو لاس پوري كوي نوم پري د افغانانو بدېږي، دا ستونزه ځكه ده چي هلته د افغانستان هېڅ يوه اداره نشته چي افغانان وپېژني.
كه هلته كوم افغانى ووژل شي پرته له دي چي نور مسافر افغانان پيسي ورته ټولي كړي او بيا د هغي جنازه پري راولېږي بله چاره نشته. ډېرى داسي شوي چي افغانانو پيسي ورته ټولي كړي دي خو چي افغانستان ته يي رالېږلي دلته بالكل مجهول الهويت وي. خپل څوك يي نه پيداكېږي نو بيا يي د افغانستان د سرحد پوليس دفن كوي.))
دا چي په يونان كي نه افغان سفارت او نه هم كومه قونسلګري شته، آيا داسي كومه بله ډله چي د مساپرو ستونزو و ارزوي او مرسته ورسره وكړي شته كه نه؟ جواد داسي وايي:
((اوس په يونان كي افغانانو ته په ډېره بده سترګه كتل كېږي. ځكه چي هلته كرد، ايرانى، پاكستانى، عرب او ډېر نور ځان د افغان په نوم ښيي چي په ريښتيا سره يي د افغان نوم ته ضرر رسولى. په يونان كي دري ډلي دي چي د پاټرا له مساپرو سره مرسته كوي. د نوباډلا ټولنه، د كمونستانو ټولنه او د انارشيتانو ټولنه چي دا دري ټولني يوازي له افغانانو سره نه بلكي له ټولو مساپرو سره مرسته كوي. يو ځل تېر كال پوليس راغلل چي په پاټرا كي د مهاجرو خېمي چپه كړي، نو همدا ټولني وي چي پوليس يي د خېمو له ړنګولو څخه منعه كړل. كه چېري هغوى د مساپرو خېمي ړنګي كړي واى. دلته ګي له۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پوري مساپر اوسېږي، نو په ښار كي به يوه هيولا جوړه واى. مساپر به بيا اړ و، چي يا تر پل لاندي او يا هم په پاركونو كي و اوسېږي چي د ښار وضعيت ته ډېر زيان رسوي.))
په يونان كي بي سرپرسته مساپر ټول هغه كسان دي چي د يوي مړۍ ډوډۍ د پيداكولو لپاره يي د ستونزو دي بي پايه سمندر ته غېږه وركړې، په دوى كي هېڅ يو هم د زدكړي او سيل لپاره اروپا ته نه دى تللى، جواد چي يو څه وخت په يونان كي مساپرخانه درلوده له مساپرو سره يي له نژدي خبري كړي چي له موږ سره يي شريكوي:
((ما خپله په يونان كي د پنځو مياشتو لپاره يوه مساپر خانه درلوده. په دي پنځو مياشتو كي زما مساپرخاني ته ۲۵۰۰ كسان راغلل، هر يو به چي راتلو ما به د شپي ورسره خبري كولې، دا چي څه ډول راغلې، له كومي لاري راغلې، ولي راغلي او چېرته دي د څه لپاره د تلو نيت دى؟
خو په دي ۲۵۰۰ كسانو كي يوه هم راته ونه ويل چي ځم په پلاني هېواد كي زدكړه كوم، د هر يو پوښتنه دا وه چي په كوم هېواد كي ښه كار دى او په كوم هېواد كي قبولي وركول كېږي. ))
تر يونان پوري په هر تلونكي مساپر باندي په منځني ډول ۴۰۰۰ ډالره لګښت راځي، جواد د مساپرو د لګښتونو په اړه داسي وايي:
((په يونان كي ټول افغان مساپر چي له ايران، پاكستان، كابل، ننګرهار او نورو ځايونو څخه راغلي و د دوى لګښتونه په منځني ډول له ۳۵۰۰ډالرو څخه تر۴۰۰۰ ډالرو پوري و. چي په منځني ډول د دي ۲۵۰۰ كسانو لګښتونه ۶ ميليونه ډالره كېدل. دا چي دوى ۶ ميليونه ډالره پيسي د افغان سرمايه بهر ته و ايستله چي په وړاندي تلو يي ۶ ميليونه ډالره نور لګښت هم راځي آيا دوى به په څومره وخت كي هېواد ته ۱۲ميليونه پيسي راوړي.))
له جواد څخه مي وپوښتل چي د دي ټولو ستونزو د اواري لپاره له واكمن دولت څخه څه غواړئ، د دي پوښتني د ځواب لپاره راته خپله يوه خاطره وايي:
((زه به خپله يوه خاطره درته ووايم. يو وخت په دوبۍ كي د طالب له دوري څخه مخكي او د طالب له دوري څخه وروسته بندي وم، له ماسره په بندي خانه كي د ايران او نورو هېوادونو بنديان هم و. زما د بنديخاني ايرانى ملګرى په قاچاق ګير شوى و كه په هر څه، مطلب دا چي ايرانى و، په مياشت كي به يو ځل خپله د ايران سفير د خپل بندي د پوښتني لپاره راتلو. له هر ايراني بندي به يي پوښتنه كوله چي څه ستونزي لرې، د مياشتي به يې۵۰ زره تومنه پيسي خپل هر بندي ته وركولې. او نور ټول د اړتيا وړ توكي، لكه شامپو، صابون، د غاښونو كريم او نور به يي وركول. خو زه په ډېره خواشينۍ سره ويلاى شم چي موږ هلته سفير درلود موږ په هېواد كي دولت درلود. خو يوه ورځ هم موږ وانه ورېدل چي افغان سفير دي د افغان بنديانو پوښتني ته راغلى وي. زه تر ټولو په دي ډېر خواشينى وم چي ماته به د پوښتني لپاره يو پاكستانۍ راتلو.))
د يونان په پاټرا كي يو بل افغان مساپر سلطان حبيب چي اته مياشتي مخكي په ناقانونه ډول تر يونان پوري رسېدلى، جواد ته د ورته ستونزو يادونه كوي. نوموړي د ټليفون په ليكه وويل:
((له كابل څخه مي اروپا ته د تلو تكل وكړ، لومړى په ناقانونه ډول تر ايران پوري لاړم، هلته په ايران كي په ۶۰۰۰ ډالره قاچاق له يو قاچاق وړونكي سره تر يونان پوري په شل ورځو كي ورسېدم زه نظر نورو مساپرو ته چي له ايران څخه يونان ته ځي ډېر نېكمرغه وم ځكه چي ډېر زر ورسېدم او د تركيي په لارو كي هم له ډېرو ستونزو سره مخ نه شوم. خو اوس چي يونان ته راغلى يم نه دلته راته كار شته او نه هم كولاى شم چي كوم بل ملك ته لاړ شم. هر ځل چي د تلو تكل وكړم له يوي ستونزي سره مخ شم يا مي پوليس نيسي او بېرته مي راګرځوي او يا هم د پيسو د نشتوالي له امله نشم كولاى لاړ شم.))
له نوموړي مي وپوښتل چي د كومي ستونزي له امله اروپا ته تللى او په هېواد كي يي څه كار كاوه؟ سلطان حبيب زياتوي:
((په افغانستان كي مي د (MDC) ماين پاكۍ له موسسي سره كار كاوه په د خپلي دندي په وروستيو ورځو كي مو د پكتيا ولايت په سيدكرم ولسوالۍ كي كار كاوه چي زموږ د كار په بهير كي يي زموږ د ملګرو له ډلي څخه دري كسان طالبانو وتښتول او څو ورځي وروسته يي مړي د هغوى كورونو ته ورولېږل. دا چي موږ هره ورځ له يوه لوى خطر سره مخ و، نو له دي امله مي د ماين پاكۍ موسسي دنده پرېښوده، ډېر وخت په كور كي بي كاره پاتي شوم. كوم بل كار مي هم نه درلود نو اړ شوم چي د اروپا په لور مخه كړم، اوس چي يونان ته رارسېدلى يم دلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ يم.))
نوموړى زياتوي، چي د دندي له پرېښودو وروسته مي هم د آرامۍ احساس نه كاوه، هره ورځ به له داسي خلكو څخه په وېره كوم كومو چي زموږ نور ملګري د خپل خواږه ژوند له نعمت څخه بي برخي كړل. نوموړى هيله لري چي كه په خپل هېواد كي يي ستونزي نه درلودى، كار ورته شته واى، او د آرامۍ احساس يي درلوداى هېڅ كله به يي هم له داسي ستونزو سره ځان نه و مخ كړى، هغه وايي: ((زه به ډېر خوشاله واى چي په خپل هېواد كي واى او د خپل هېواد لپاره مي كار كړى واى.))