کور / تازه خبرونه / امريكا: د افغانستان څخه د وتلو وخت بايد معلوم سي

امريكا: د افغانستان څخه د وتلو وخت بايد معلوم سي


د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر باراك اوباما ويلي چي هيواد ته يې ښايي چي له افغانستان څخه د وتلو وخت معلوم كړي.
باراك ويلي چي په نوې افغان پاليسي كي به افغانانو ته ډاډ وركړي، چي امريكا په دغه هيواد كي تل تر تله نه پاتېږي.
نوموړي ويلي لكه څنګه چي له عراق څخه د امريكايي پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان سو، په نوې پاليسي كي به له افغانستان څخه هم د وتلو وخت معلوم كړي.
باراك اوباما د جنوري په مياشت كي واك ته تر رسېدو وروسته له عراق څخه په ۱۶ مياشتو كي د امريكايي عسكرو د وتلو پرېكړه وكړه، چي د عراق حكومت يې هم ملاتړ وكړ.