کور / تازه خبرونه / د ۲۲ طالبانو د نيولو خبر وركړل سو

د ۲۲ طالبانو د نيولو خبر وركړل سو

د دفاع وزارت مقاماتو د ۲۲ طالب جنګياليو د نيولو خبر وركړ.


دافغانستان د دفاع وزارت له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي دغه كسان يې د كندهار په نا ارامه ولايت كي چي پخوان د طالبانو مركز بلل كېدئ، نيولي دي.


خبرپاڼه وايي په دغو كسانو كي يې يو طالب قومندان چي ملا اتل نومېږي، په زخمي حالت كي نيولى دئ.


طالبانو لا تر اوسه د دې كسانو د نيولو په باب څه نه دي ويلي.