افغان کلتوري بهير ( بلجيم ) د ۱۳۸۸ لمريز کال لومړۍ ورځ د يوې
جشني غونډي او پسرلنۍ مشاعرې په ترڅ کي تېره شپه د بلجيم په پلازمېنه بروسل کي و
نمانځه . د نوي کال د جشن او پسرلنۍ مشاعرې غونډي ته د بلجيم او هالنډ هيوادونو
اوسيدونکو برخه اخستې وه .
د نوي کال مبارکۍ او مېلمنو ته د ښه راغلاست وروسته د
پرانستونکي وينا پر مهال د کلتوري بهير د مشرتابه جرګګۍ هغه پريکړه هم ولوستل سوه
چي له مخي يې د افغان کلتوري بهير د اوسني مشر حاجي امين باوري پر ځای ددې کلتوري
بهير مرستيال پوهنيار سيد حضرت سادات په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د مشر په
توګه ټاکل سوی و .
د پسرلنۍ مشاعرې په برخه کي تکړه ديکلماتور روښان احمدزي د نومياليو
شاعرانو : عبدالباري جهاني ، سلېمان لايق او يو شمېر نور په زړه پوري شعرونه
په خپل احساساتي ږغ په ښکلي انداز ديکلمه کړل ، دغه ډول ځوان شاعر صديق
اکبري او عزيز احمد خوارمل هم په زړه پوري شعرونه واوروله .
په جشني برخه کي حاجي محمد ايازي ،حاجي حنيف هوتک ، ميرويس باوري او
يو شمېر نورو ځوانانو برخه اخستې وه ، بلجيم مېشتو ځوانانو په مست ملي اتڼونو د ټنګ
ټکور برخه نوره هم ښکلې کړې وه .
په بله پړاو کي د الف او ب ډلو په ټاکلو سره د په زړه پوري
ټوکو ويلو سيالي پيل سوه ، پوره يو ساعت ددواړو ډلو برخوالو په نوبت سره په زړه
پوري ټوکي او خندنۍ وړاندي کړې ، د برخه والو لخوا د ( ب ) ډله د جايزو ګټونکې
وپيژندل سول .
افغان کلتوري بهير دا ځل د تنکيو ځوانانو لپاره يو شمېر نور تفريحي
پروګرامونه هم وړاندي کړل چي له مخي يې د پچې( لاټرۍ ) لوبه ترسره سوه او د
پروګرام په پای کي وروستۍ پچ اچونه د تر ټولونېکمرغه کس د معلومولو لپاره ترسره سوه
چي له مخي يې بلجيم مېشتی ځوان عطالله د کال د خوش چانس کس په توګه جايزه وګټله .
دا چي په لويديځ يا بهرنيو هيوادونو کي د نوي کال او پسرلي د
خوښيو په نوم دغسي مجلسونه او غونډي د افغان کلتور په وده کي څومره رول لري؟ د
غونډي يوه برخه وال او د افغان کلتوري بهير غړي صديق اکبري لراوبر ته داسي وويل
: موږ له خپل پلرني ټاټوبي ليري په پردي وطن کي ژوند کوو ، ددې ځای کلتور ،
ژبه ، دود او رواج زموږ له هغې سره ډير فرق لري ، ددې د پاره چي موږ خپلو ځوانانو
ته خپل هيواد ، تاريخ ، کلتور او دودونه ور ياد او ور زده کړو
هغه يوازي ددغسي مجلسونو له لاري کيدای سي .
دا چي افغان کلتوري بهير په راتلونکي کي څه ډول پروګرامونه تر
لاسه لاندي لري ددې بهير نوي مشر پوهنيار سيد حضرت لراوبر ته وويل ؛ لکه ټولو
ته چي څرګنده ده په لويديځ کي ژوند کول د اسانتياو تر څنګ ستونزي او مسوليتونه هم
لري ، د شخصي ژوند مخته بېولو تر څنګ د هر افغان ملي مسوليت دی چي د خپل ملي کلتور
د ساتني او پرمختيا په لاره کي همکاري وکړي .
پوهنيار سيد حضرت سادات وايي د افغان ادبي بهير معيار يوازي
او يوازي افغاني کلتور ته وده ورکول او خدمت کوي دي، نوموړي خوښي څرګنده کړه چي
افغان کلتوري بهير د تيرو څو کلونو په دوران کي توانيدلی چي د افغانستان د بېلابېلو
وروڼو قومونو تر څنګ د هندو او سک مذهب پيروان هم د افغان په نوم په دې بهير کي
راټولېدو ته وهڅوي . نوموړي وايي چي موږ دلته د سيمي ، قوم ، ډلي ، تنظيم ، ګوند يا
مذهب په نوم نه بلکي د افغان په نوم راټوليږو او د خپل هيواد د کلتور او تاريخ د
پرمختګ لپاره هلي ځلي کوو .
دنوي کال دا جشني غونډه چي د ماښام د لمانځه وروسته شروع سوې وه د
شپې يوه بجه پای ته ورسېده .
يادونه : په لاندي کرښه کي د ( لېږل ) کيلي په وهلو سره دا راپور خپلو دوستانو ته وليږئ
.