کور / تازه خبرونه / امريكا د افغانستان په باب د هند ستاينه وكړه

امريكا د افغانستان په باب د هند ستاينه وكړه

افغانستان او پاكستان ته د امريكا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك د هند له پاليسۍ څخه خوښي څرګنده كړه او ويې ويل د باراك اوباما حكومت د هند له چارواكو څخه مننه كوي او د افغانستان په باب د هندوستان له اختيار كړي پاليسۍ خوشحاله دئ.
هغه وويل امريكا به د افغانستان په اړه د امريكا پر نوې پاليسي له هند سره هم سلا مشورې وكړي.
د امريكا استازى په داسي حال كي په افغانستان كي د هند له پاليسۍ څخه خوښي څرګندوي، چي ګاونډى هيواد پاكستان بيا په افغانستان كي د هند له ځينو كړنو څخه ناراضه دئ او دغه هيواد په پاكستان كي په لاس لرلو تورنوي.
پاكستاني چارواكي په خاص ډول د آى ايس آى پوځي مشران وخت ناوخت په افغانستان كي د هند قونسلګريو ته ګوته نيسي او وايي دغه قونسلګرۍ د پاكستان د حكومت ضد بلوڅ ملتپالو جنګياليو سره د پيسو او وسلو مرسته كوي.
خو د افغانستان حكومت او هندي چارواكي د پاكستان دغه تورونه ردوي.