کور / تازه خبرونه / د پاكستان پخواني قاضي په كار پيل وكړ

د پاكستان پخواني قاضي په كار پيل وكړ


د پاكستان پخوانى قاضي القضات افتخار محمد چوهدري يو ځل بيا د دغه هيواد د لوى قاضي په توګه په كار پيل وكړ.
افتخار چوهدري د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خوا د واك څخه د ناوړي ګټي اخيستني په تور ليري كړل سوى وو، چي له هغه راهيسي د نوموړي ملګرو وكيلانو پراخي مظاهرې كولې او بالاخره يې تېره اونۍ د پاكستان حكومت دې ته اړ كړى، چي نوموړى يو ځل بيا د قاضي القضات په توګه وټاكي.
د پاكستان د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف چي د افتخار چوهدري له كلكو پلويانو څخه دئ، د پاكستان ملت مباركي وركړه.
د پاكستاني چارو ماهرين وايي كه څه د حكومت په دې پرېكړه به د پاكستان حالات تر يو حده سم سي، خو كه افتخار چوهدري د ولسمشر زرداري د خيانت پخوانۍ دوسيې راوسپړي، ښايي د دې ملك حالات تر اوس هم خراب سي.