نن په برتانيا كي دمور دسترمقام ددرناوي ورځ لمانځله كيږي او زموږ په هيواد كي ددغې ورځي احترام ته دجوزا ۲۴ نېټه ځانګړې شوې ده .
ددې ورځي دلمانځلو توپيريوازي موږ له نوري نړۍ سره نه لروبلكه دنړۍ ډېر پرمخ تللي هيوادونه هم دمورستر مقام ته په بېلا بېلو نېټوددرناوي سرونه ټيټوي. دبيلګي په توګه.دامريكا په متحده ايالاتو،برازيل،استراليا،بيلجيم، كاناډا،ډنمارك ، فنلينډ ،جرمني ،جاپان،ايټاليا ، نيوزيلينډ،سينګاپور،لويديځه افريكا ،هندوستان،تركيه او…… كې دمورددرناوي ورځ سږ كال دمۍ لسمه(۱۰) په پام كي نيول شوې اوپه سيويډن كي دمۍ مياشتي په (۳۱) دغه مقدسه ورځ لمانځل كيږي.البته سپين،پرتګال،هنګري،ټايوان،ندرلين، او هانكانګ بيا سږكال دغه ورځ دمۍ په (۳) نېټه لمانځي.هوبايد وويل شي چې دمور ورځ په نړۍ كې د يك شنبې (Sunday) ورځ وي ځګه په يك شنبې دنړۍ په ډېرى غيري اسلامي هيوادونو كې رخصتي وي.
دايوروښانه حقيقت دى چې مورهغه مقدس نوم دى چې په يادولوسره يې يو انسان ته دبې كچي ميني داسي يو ليونى احساس ورپيدا كيږي چې ډېر زيات خوند وركي نغښتى وي . زما له نظره مورمينه ده،مور ژوند دى ، مورهيله ده،مورخنداده ، مورښكلاده، مورنازدى اومور هغه سيورى دى چې دچاله سره ليري شي نودژوند دناخوالوتاوده لمرونه يې سوځي . خودايوداسي چتردى چې دژوندټولو ناخوالواوټولوناندريو ته يې دخپل اولاد په وړاندي داسي سپر ځان جوړ كړى چې داولاد په پرتله هرډول سختيو او كړاوونو ته تياره ده . زه نن دافغاني غيرتي او مېړنۍ مورخبره نه كوم چې تل يې په شيدو كې خپلو اولادونو ته دهيواد پالنې ، ننګ ، غيرت او مړاني درس وركړى بلكه ديوې مجبوري موردسترمقام يادونه كوم.موركه په هره ټولنه كي وي يوه مېرمن ده او دخپل اولاد او دټولنيزو پريكړو په وړاندي صلاحيت نه لري البته هيڅ كله دخپل اولاد دغم ليدلو ته تياره نه ده .
داچې نن په برتانيا كې دمور ورځ لمانځل كيږي نوراشئ چې ديوه انسان په صفت نن دبرتانيا ديوې مورژوند ته ځير شو چې نازولي يې زموږ په هيواد كي وژل كيږي اوپه سوري سوري ټټر مړي يې بيا ميندو ته ورلېږل كيږي . ايا دخپلو اولادونو په وژنه كې دبرتانوۍ موركريږو ته چاغوږ نيولى؟ ايا افغانستان ته دبرتانوي ځواك په ليږلو كې يو چا له يوې مورڅخه كله هم پوښتنه كړې؟ ايا يوې برتانوۍ مورته كله چا داويلي چې زوى دي يوه داسي هيواد ته په پوځي سفرځي چې دنيكه ګانو هډونه يې لاتراوسه هلته ورك دي ؟ ښايي داپوښتنې له يوې مورڅخه نه وي شوې .
دموردورځي تقدس ته هسي هم دنړۍ هروګړى ظاهرآ خورازيات احترام لري خو له بده مرغه په عمل كي ډېرى كسان دغه احترام ته ژمن نه دي . هره مور دخپل اولاد ښۀ په سوله او هوسا ژوند كي ويني خو اوس دنړۍ دګڼو هيوادونو له بېوزله او مجبورو ميندو څخه سوله او دهغوى دهوسا ژوند اوښېګڼې ډېري برخي دنړۍ وروستيو ناقراريو اخيستي دي .
په دې كي هيڅ شك نشته چې افغاني ميندي تل دخپلو اولادونودژوندي ساتلو لپاره دعاوي كوي. اوله بده مرغه داسي ورځ به هم نه وي چې ګڼي افغاني مېرمني دي دخپلو نازولوله غمونو سره نه مخامخ كيږي . زموږ په جګړه ځپلي هيواد كي هره ورځ له يوه نه يوه كوره ديوې مور دفرياد غږ اوريدل كيږي او دنازولو جنازې يې له كورونو نه دپراخو هيديرو په لور وځي . داسي ډېرى ميندوبه هم خپل ارمانونه ګورته وړي وي چې خپل نازولي يې دجګړو له وېري ورك او له خپله هيواده مسافردي . زه به د روان ميلادي كال په لومړي پړاوكي ديوې موريادونه وكړم چې ښايي دخپل نازولي زوى دوروستي ديدن لپاره يې ډېري سترګي غړولې وي . دې به دځنكدن پر مهال ارومروداهيله لرله چې دژوند په وروستيو شيبو كې خپل نازولى لالى ليدلى واى . خومرګ دچا انتظار نه كوي او دغې مقدسې مور خپله هيله دتل لپاره له ځانه سره ګورته يووړه.داده تكړه ژورناليست حنان حبيب زي ورورموروه چې دروان ۲۰۰۹ كال د فبروري په لمړۍ اونۍ كي له دې دنړۍ سترګي پټي كړې او حنان حبيب زي ونه شوكړاى چې دهغې دجمازې په مراسمو كې كي ګډون وكړي . كه څه هم دغې افغاني مقدسي مور حنان حبيب زي ته دژوند چاري ورښودلې وې او دخپلي غيږي په پوهنتون كې ښه روزنه وركړې وه او نن دهغې مور دتربيې اودعاوو په بركت ښاغلى حبيب زى دافغان ژورماليزم په ډګر كي وتلى نوم لري . ښايي دى يو مثال وي خو دده په څېر دلسګونوزره افغان ميندو بچي دمسافرۍ كړاوونه ګالي .
دايوريښتونى حقيقت دى چې هره مور مېرمن ده خو هره ميرمن مورنه ده . البته نن دنړى په ډېرو پر مخ تللو هيوادونو كې مور ته پوره حق نه دى وركول شوى . زه ديوې ښځينه وګړې په توګه ويلاى شم چې دنړۍ هره مور سوله غوښتونكې ده او دژوند ټولي چاري يې له سولي او سوكاالۍ سره تړلي دي . هره مور دجګړې او تاوتريخوالي مخالفه ده . زه په ډاډ سره ويلاى شم چې زموږ په هيواد كې نه دطالب مور جګړه غواړي او نه هم دحكومت دپلويانو ميندي . ما دخپلي خبريالۍ په اوږدوكي دډېرو وسله والو طالبانو له ميندو سره هم خبري كړي دي او هغوى هم په هيواد كي دسولي غوښتونكې دي او تل په لمونځونو كې لوى الله ته دادعاكوي جې خدايه زموږ له هيواده دجګړې ټغرټول كړه . همداراز مي هغه بې وسه مېرمني هم ليدلي دي چې تنكي ځوانان يې دجګړو، چاودنو، بمباريواوځانمرګوبريدنو كې له لاسه وركړي دي .
داچې دمور ورځي ته په نړۍ كې په بېلا بېلو مياشتو كې بېلا بېلي نېټې په نښه شوې دي او درواني مارچ مياشتي ۲۲نېټه په برتانيا كي دمورورځي ته ځانګړې شوې ده زه ديوې افغاني په توګه له برتانوي ميندو داغوښتنه كوم چې افغانستان ته راتلونكي خپل پوځي زامنو ته دي خواست وكړي چې زموږ پر بې وسه ولس بمبارۍ بندي كړي او زموږ دمجبوره ميندو داوښكو بهولو كوښښ دي وكړي . برتانوي ميندي دي خپل زامن په دې وه پوهوي چې ټول افغانان جګړه نه غواړي اوننۍ ناخوالې او اوسنى تاوتريخوالى پرموږ تپل شوى دى . برتانوي ميندي دي( خپله غوښه كش) كړي او خپلو سياسي بچيانو ته دي ووايي چې په افغانستان كې دريښتونې سولي په راوستلو كې هراړخيځي هڅي وكړي .
په پاى كي ټولوميندوته وايم چې هره ورځ دمور ورځ ده خو دمارچ ۲۲ دي برتانوي ميندو ته مبارك وي .