د فراه په ولايت كي د طالبانو او افغان حكومت ترمنځ جنګ كي نهه پوليس وژل سوي دي.
د فراه والي روح الامين وايي دغه مرګ ژوبله د جمعې په ورځ د پشت رود په ولسوالي كي د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو تر بريد وروسته رامنځته سوې ده.
دا په داسي حال كي ده چي پرون د جوزجان په ولايت كي هم لس پوليس د طالبانو په يوه بريد كي وژل سوي وو، او همدا راز ايتلافي ځواكونو د هلمند په ګريشګ ولسوالي كي د ۳۰ په شاوخوا كي طالبانو د وژني ادعا وكړه.
بلي خواته د كاناډا د دفاع وزارت د كندهار په دوو جلا پېښو كي د څلورو كاناډايي عسكرو د مړيني او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر وركړ.