د بلوچستان چارواكي وايي هغه راپورونه غلط دي چي وايي د افغان طالبانو مشران د دغه ايالت په ځينو سيمو كي مېشت او فعال دي.
د بلوچستان حكومت د نيويارك ټايمز د تېري اونۍ هغه راپور رد كړ، چي ويل يې د طالبانو لوړ پوړي قومندانان د بلوچستان په چمن، پښين، ځنګل، كچلاغ او كوټه كي مېشت دي او هلته د افغانستان د حكومت پر ضد خلګ راپاڅوي.
د بلوچستان وزيراعلى اسلم رئيساني وايي د طالبانو مشران په كوټه كي نه، بلكي په افغانستان كي دي او د كوټي افغان طالبان جنګيالي نه، بلكي د ديني زدكړو په مدرسو كي په درس ويلو بوخت دي.
خو افغان حكومت، ناټو او امريكا وخت ناوخت ادعاوي كوي چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر او د دوى د مشرتابه شورا اكثره غړي په كوټه كي مېشت دي.
د نيويارك ټايمز تېره اونۍ يو راپور خپور كړ، چي وايي ښايي امريكا د بلوچستان ايالت په شكمنو ځايونو كي د طالبانو د مشرانو په لټون پسي عمليات وكړي او يا هغوى د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه له منځه يوسي.
د نيويارك ټايمز د پورتني راپور چي وايي امريكا په دغه ايالت كي هم بمبارۍ او عمليات كوي تر خپرېدو وروسته د بلوچستان ايالتي حكومت او اوسېدونكي دواړه اندېښمن دي.